د ا.ا د فرمانونو د عملي کېدو لپاره د امر بالمعروف وزارت ټينګار

ځړول شوی:مې 17, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له پوځیانو غواړي چې د اسلامي امارت د مشرانو فرمانونه عملي کړي.

د دغه وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان منیر په پروان ولایت کې په یوه غونډه کې وایي چې پوځیان باید د عدلي او قضايي بنسټونو کارونه ترسره نه کړي او د خلکو په ځورونې لاس پورې کړي. نوموړي وویل:«د عدالت تله په قضا او محکمه کې ده، هر چا ته باید د د جرم په مطابق سزا ورکړل شي.»

ښاغلی منیر پوځیانو ته حکم کوي، هغو سیمو او تفریح ځایونو ته له تلو ډډه وکړي چې د خلکو د ځورونې لامل کېږي:«تفریح ځایونو ته تګ د خلکو د ځورونې لامل کېږي، له دې کاره ډډه وکړئ او په راتلوونکي کې یې مه ترسره کوئ.»

نور یی ولوله | کابل ته د م.م د بشري حقونو شورا دځانګړي راپور ورکوونکي لومړنی سفر

له بلې خوا، د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي ډاډ ورکوي چې د امارت د مشرانو ټول فرمانونه عملي کوي. د پروان امنیه قومندان مولوی عزیز الله عمر وویل:«په لومړي سره کې موږ چارواکي د اسلامي امارت اوامر عملي کوو او په ټولو مجاهدینو یې هم عملي کوو او دا اړینه ده.»

د پروان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رییس محمد صابر عمر څرګنده کړه:«باید له خلکو سره ښه چلن وشي. په ځينو موردونو کې ستونزې وې چې حل به شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د عمومي بښنې په وړاندې د اسلامي امارت له فرمانه د ځینو پوځیانو د سرغړونو په هکله اندېښنې څرګندې شوې او د هېواد په ځینو سیمو کې د مخکیني حکومت پوځیانو د ځورونو او آن وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.