اقتصاد او سوداګري

د بازار موندنې لپاره د زنګ وهلو لارښوونې

دلته په بازار موندنه کې مشتریانو ته د زنګ وهلو لارښوونې په ډاګه کوو

کېدای شي د زنګ وهلو دغه دنده یو څه ننګونکې وي، خو په سم ډول ددې دندې په تر سره کولو سره کولی شو چې د بازار موندنې په برخه کې ښې پایلې تر لاسه کړو. دلته یو څو لارښوونې دي چې په پلي کولو او تعقیبولو سره به یې تاسو وکړای شی چې بریالي شی.

نور ولولئ: مختلط اقتصادي نظام څه ته وايي او ولې غوره اقتصادي نظام دی؟

خپل امکانات وڅېړئ

مخکې له دې چې زنګ ووهی یا ځواب ورکړی، د امکاناتو د څېړلو لپاره وخت پیدا کړی او فکر وکړی تر څو ددوی پر اړتیاوو پوی شی، مهم نقاط نوټ کړی چې تر کومه ځایه ستاسو خدمات او تولیدات د دوی ستونزې حلولی شي. پر دې پوهېدل به ستاسو زنګ ګټور او خورا راښکونکی کړي.

یو سکریپټ چمتو کړئ

د سکریپټ لرل ګټور وي. داد لارښوونې په توګه وکاروی تر څو تاسو ډاډمن شی چې ټولې مهمې نکتې مو تر پوښښ لاندې راوستي دي. بل تاسو هڅه وکړئ چې خبرې اترې مو روانې او طبیعي وي. تاسو په خپله د مشتري له غوښتنو او اړتیاوو سره علاقه وښیاست چې هغه ډاډمن شي او باور درباندې وکړي.

د فعالې غوږ نیونې تجربه کول

غوږ نیونه هم دومره مهمه ده لکه څومره چې خبرې کول مهم دي. مشتري چې څه وايي یا ویل غواړي هغه ته له نږدې پام وکړی او د هغه سوالونو ته مناسب ځواب ورکړئ. ستاسو دغه کار داسې ښیي چې تاسو مشتري ته ارزښت ورکوی او اړتیاوې یې په پام کې نیسی.

نور ولولئ: د چین اقتصادي ورو کېدل؛ اوس یې د پیاوړتیا لپاره د ویزې مقررات اسانه کړل

یو قوي پیل وکړئ

ستاسو د پیل قوي جمله ډېره مهمه ده. تاسو لومړی خبرې باید دوستانه او د مشتري د جذب لپاره وي. داسې څه یاد کړی چې هغه د دوی له سوداګرۍ سره تړلي وي او تاسو ورته نږدې او خواخوږی کس ښکاره شی یا هغه فابریکه چې تاسو غواړی پام یې ځانته راوړوی، هم له همدې لارې کار اخیستلی شی.

ردونه په مهربانۍ سره مدیریت کړئ

په خرڅلاو کې هره اړیکه بریالۍ نه وي. کله چې مشتري ستاسو غوښتنه ردوي نو مثبت فکره او ادبي اوسه. له دوی فیډباک وغواړه او ترې وپوښتنه چې ولې دوی علاقه نه لري، ځکه دا کار به ستاسو پلان یا روش بشپړ کړي.

د څار مهالوېش ولرئ

که چېرته مشتري د فیصلې کولو لپاره چمتو نه وي، ډېر زور ورباندې مه راولئ. ددې پر ځای تاسو خپله اړیکه په پرله‌پسې ډول تعقیب یا ورته لیکلی پیغام ولیږئ، خو په دې صورت کې باید تاسو مناسب وخت ته هم پام وکړئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button