هنر او ادب

د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟

د بالیووډ په رښتیني ژوند کې د فلمي صحنو تر شا د مینې داستانونه شته خو له خلکو پټ دي

بالیووډ د مینې د داستانونو که هغه د صحنې تر شا او که د صحنې مخې ته وي، له امله ډېر مشهور دی. هر چا چې یو ځل د بالیووډ پر دروازه پل دننه کړی، بیا ترې ګرځېدل نشته، ځکه دلته مینه، عشق او د رنګینیو ډکه دنیا ده او ځانته خوند په کې پروت دی.

نور ولولئ: د 2023 کال د بالیووډ ترټولو لوړ معاش اخیستونکی اداکار

د بالیووډ ځینې هغه ستوري چې تاسو ورسره زیاته مینه او علاقه لری، د عاشقۍ په داستانونو کې د تاریخ بابونه دي چې د دوی له ډلې یو هم شارخ خان دی. شارخ خان د بالیووډ ستوری بلل کېږي خو د مینې ډېر جالب او رښتینی داستان هم لري.

له (ګوری خان) سره د شارخ خان مینه

د مینې دا عجیبه کیسه هغه مهال پیل شوه چې کله په ۱۹۸۴ کال کې شارخ خان په ښوونځي کې و او د خپلې اوسنۍ مېرمنې (ګوری خان نی چهبر) سره یې ولیدل. شارخ خان د هغې په لیدو زړه وبایله او داسې مینه یې ورسره پیدا شوه چې نور د شارخ خان له واکه وتلي وه. دا مینه یو طرفه نه وه، بلکې ګوری خان پر هغه هم زړه بایللی و او داسې مینه یې ورسره کوله چې بالاخره یې له شارخ خان سره د واده کولو ژمنه وکړه. یوه ورځ شارخ خان هغې ته د نڅا کولو بلنه ورکړه، خو په ناڅا کې یې شارخ خان ټیل واهه او ویې غورځاوه. په همدې وخت کې یې ورته وویل چې هغه بل ملګری لري، خو شارخ خان به ورسره همداسې مینه کوله، په داسې حال کې چې هغې د بل ملګري د لرلو په اړه ویلي و، خو په اصل کې موجود نه و.

د شارخ خان او ګوری خان تر منځ جنجال

د مینې دغه دوره ښه روانه وه، خو یوه ورځ شارخ خان ورته وویل چې د ښوونځي له هلکانو سره به خبرې نه کوې او بل به خلاص ویښتان نه پرېږدي. همدا لامل و چې ګوری خان له شارخ خان مروره او ممبۍ ته لاړه. څه موده وروسته شارخ خان هم ورپسې لاړ تر څو یې پیدا کړي.

نور ولولئ: رنویر سینګ او ډیپیکا پاډوکون لا هم له یوه او بل سره مینه لري

شارخ خان خپله محبوبه پیدا کړه او ګوری خان چې شارخ خان ولید، نو رښتیا حیرانه شوه او په زړه کې یې د درد څړیکه تېره شوه، ځکه د هغه رښتیني مینې یې پر زړه اغېز وکړ. شارخ خان قسم ورکړ چې واده ورسره وکړي او خپله کړي ژمنه ماته کړه. ګوری خان ژمنه ورسره تازه کړه او د شارخ خان سره یې واده وکړ.

د دواړو اداکارانو ژوند ډېرې لوړې ژورې لري، نو همدومره بس ده چې تاسو یې له مینې خبر شوی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button