ټکنالوجيکورني خبرونه

د برتانیا ولسمشر ویلی افغانستان سره سپین چیک مرسته نه کوو

  افغانستان  افغانستان

بورېس جانسن افغانانو سره مرسته کوو خو طالبانو ته سپین چېک نه ورکوو د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري همکاریو ته  دوام ورکوي  خو د مرستو په نامه طالبانو ته سپین چېک نشي ورکولی.

ښاغلي جانسن چارشنبه د بریتانیا د پارلمان غونډې ته وویل  ډاډ لری  چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو او روږدو یې توکو د تولید په مرکز بدل نشي نوموړي وویل  له طالبانو سره تعامل ته به بهیر  ورکوي او بریتانیا به راتلونکو کلونو کې شل زره اړمنو افغانانو ته هم پناه ورکوي هغه همدا رنګه وویل بریتانیا له افغانستان سره خپلې کلنۍ بشري همکاری دوه برابره کړې او ۳۷۱ میلیونه ډالرو ته رسولې خو د پارلمان پدی ناسته کې د سکاټلنډ د ملتپال ګوند مشر یان بلکفورډ د ښاغلي‌ جانسن پر سیاست نیوکه او ټینګار یې

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

وکړه چې افغانستان کې وضعیت خرابیږی نوموړي وویل د بورېس جانسن حکومت د تېرې اګست میاشتې پر ۱۸مه نېټه د شل زره افغانانو ته پنا ورکولو اعلان کړی  خو بهیر  پیل شوی ندی ښاغلي‌ بلکفورډ له لومړي وزیر بورېس جانسن پوښتنه وکړه چې د اړمنو افغانانو د را ایستلو دا بهیر   به کله پیل کیږی په ځواب کې یې ښاغلي‌ جانسن وویل‌ حکومت یې واضحه کړې چې شل زره اړمنو افغانانو ته به پناه ورکوي بیا هم د دې بهیر د پیل کولو  نېټه ونه ښوده لومړي وزیر همدا رنګه زیاته کړه  بریتانیا  د مخه ۱۵ زره افغانان  ایستلي او دا وخت د

 دې کورنیو د ځای پر ځای کولو چاره بهیر  لري دا په داسې حال کې  چې ګڼې هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې له افغانستان بریتانیا ته را ایستل شوې دا وخت  په هوټلونو کې ژوند کوي له دې ډلې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو د لندن ښار له بېلابېلو ناحیو غوښتنه کړې ده چې په سملاسي‌ توګه دې کورونه ورکړل شي

بورېس جانسن پخوا ویلي وو  د دې طرحې له مخې به افغانو ښځو،‌ ماشومانو، مذهبي لږکیو او کسانو ته چې تېرو شلو کالو کې یې له بهرنیو ځواکونو سره دندې درلودې لومړیتوب ورکول کېږي او بریتانیا ته به راوستل کېږي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button