Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغان کډوال

د بریتانوي استعمار د وخت ودانۍ د هند پارلمان ته ورکړل شوه

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دغه هېواد د پارلمان نوې ودانۍ د اپوزیسیون او ډېر شمېر ګوندونو د نیوکو او بایکاټ سربېره پرانیستله.

د پرانستلو په مراسمو کې د هند د اوسني حکومت ډېری سیالیو ګوندونو ګډون ونه کړ.

دوی غوښتل د هند ولسمشر د ښاغلي مودي پر ځای د پارلمان دا نوې ودانۍ پرانیزي.

د هند د پارلمان پخوانۍ ودانۍ، چې په دغه هېواد کې د بریتانوي استعمار له دورې سره تړاو لري او نژدې یوه پېړۍ پخوانۍ ودانۍ ده، د موزیم لپاره ځانګړې شوې.

نور ولولئ: د داعش په هکله یوه هندي فلم ناندرۍ راپورته کړې دي

ښاغلي مودي په دې پرانیست غونډه کې وویل: “دا يوازې يوه ودانۍ نه ده. دا د یو میلیاردو څلور سوه میلیونه هندیانو د هیلو انعکاس دی. دا زموږ د ډیموکراسۍ معبد دی او نړۍ ته د هند د هوډ پیغام په ډاګه کوي.”

د ځینو لویو ګوندونو مخالفت

د مودي د مخالف اپوزیسیون دریځ

د هند د اوسني حکومت پر وړاندې د لوی ګوند او اپوزیسیون مشر راول ګاندي خپل ټویټ کې لیکلي: “ښاغلي مودي د پارلمان پرانیسته په دا ډول وکړه لکه د تاج پوښۍ غونډه چې وي.”

تېره اونۍ د هند ۱۹ ګوندونو د پارلمان پرانیست غونډه بایکاټ کړه.

د ښاغلي مودي پر حکومت نیوکه وکړه، چې د هند تر ټولو لوړ پوړی رسمي چارواکی ولسمشر دروپادي مورمو څخه یې د پرانیستلو غوښتنه نه ده کړې.

د هند په قانون کې د هند ولسمشر تر ټولو لوړ پوړی رسمي چارواکی دی او لومړی وزیر د هند تر ټولو لوړ اجرائیوي مشر دی.

نور ولولئ: د هند د هوایي ځواکونو یوه مګ ۲۱ ډوله الوتکه را لویدلې ده

خو د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) وايي، چې د اپوزیسیون لخوا د مراسمو بایکاټ کول “ډیموکراسي ته سپکاوی” دی.

د سرو زرو امسا او یاده ودانۍ

ښاغلي مودي د هند د پارلمان په ودانۍ کې د سرو زرو امسا هم کېښوده.

د هند دولت دا امسا یوه تاریخي او سپېڅلې امسا په توګه پېژني، چې د سنګول په نوم یې یادوي.

ښاغلي مودي وویل، په نوې ودانۍ کې د “مقدسې امسا ” شتون د پارلمان وکیلانو ته الهام بخښونکې ده.

حکومتي چارواکي وايي، د سرو زرو امسا د هند لومړي وزیر جواهر لال نهرو ته د مشهورو هندو مذهبي مشرانو ډلې ورکړې وه.

د حکومت په وینا، سنګول د انګریزانو لخوا هند ته د اګست په ۱۴مه ۱۹۴۷ کال کې د واک د لیږد سمبول دی.

خو بله خوا مخالف ګوندونه وايي، چې د امسا په اړه د حکومت ادعاګانې هسې اغراق دی.

د پارلمان نوې څلور پوړیزه ودانۍ د پخوانۍ ودانۍ مخامخ جوړه شوې چې ۱۱۷٫۱ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.

c0fdda10 fda0 11ed 92cc b3a9bf1f67e9 1
د پارلمان د ودانۍ دننه انځور

 

دا ودانۍ له پخوانۍ ودانۍ څخه ډېره لویه ده او د ۱۲۷۲ وکیلانو د ځایېدو شونتیا په کې ده.

شنونکي وايي، روانه سیاسي شخړه یو کړکېچن چاپېریال منعکس وي، چې د هند واکمن ګوند او اپوزیسیون نشي کولی په ډېرو مسلو موافقې ته ورسېږي.

انډین ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي، چې دواړه لوري باید د خپلو اختلافاتو د هوارولو لپاره یوه لاره ولټوي او باید دا کار وکړي ځکه که داسې ونه کړي نو تاریخ به یې ونه بخښي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button