د بریتانیا د پوځ لوی درستیز له پاکستاني جرنېلانو سره له ډيورڼډ فرضي کرښې لیدنه کړې

د بریتانیا د پوځ لوی درستیز پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له افغانستان سره د دغه هېواد له فرضي کرښې لیدنه کړې ده.
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال چارلز رولنډ وېنسنټ واکر پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له یو شمېر لوړپوړو پاکستاني پوځي چارواکو سره لیدلي او له افغانستان سره د دغه هېواد د ډیورڼد له فرضي سیمو یې لیدنه کړې ده.
په اسلاماباد کې د بریتانیا سفارت هم د نومبر په ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې واکر د پاکستان د پوځ له مشر او د دفاعي ځواکونو له قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر او یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره لیدلي دي.
په دغو لیدنو کې پر سیمهییزو تحولاتو، د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو پر پیاوړتیا او د دوه اړخیزو پوځي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز او له پاکستان سره پوځي همکارۍ
د بریتانیا سفارت وايي، دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا او د سیمهییز ثبات اړوند موضوعاتو د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.
پاکستان ته د واکر د سفر کوربه د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه وو.
د خبرپاڼې له مخې، دغه سفر واکر ته فرصت برابر کړ چې د پاکستان او سیمې له امنیتي ننګونو سره له نږدې اشنا شي.
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز دغه سفر د دواړو هېوادونو د وسلهوالو ځواکونو ترمنځ د مسلکي اړیکو او متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت بللی دی.
بریتانیا او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د پوځي زدهکړو، روزنې او دفاعي همکاریو په برخو کې اړیکې لري.
د افغانستان سرحدي وضعیت او سیمهییزې امنیتي ننګونې
د واکر دغه سفر داسې مهال ترسره شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي او امنیتي اختلافونه لا هم د سیمهییزو اندېښنو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
خو د بریتانیا په رسمي خبرپاڼه کې له افغانستان سره د پاکستان د سرحدي سیمو د لیدنې جزئیات نه دي خپاره شوي.
همدارنګه، د افغانستان اړوند د ځانګړو خبرو، نویو پوځي هوکړو او د افغان چارواکو د غبرګون په اړه په یادو راپورونو کې معلومات نه دي وړاندې شوي.



