نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د بشري حقوقو د څار سازمان اسراییلي ځواکونه په غزه کې د زراعت پر ویجاړولو تورن کړي

دغه سازمان وايي چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې زراعتي ځمکې او باغونه ویجاړ کړي دي

د بشري حقونو د څار ادارې له سپوږمکۍ څخه د اخیستل شویو تصویرونو له ارزونې وروسته په یو راپور کې ویلي، چې په غزه کې باغونه، ګلخانې او زراعتي ځمکې د اسريیلي ځواکونو د ځمکني یرغل له پیل راهیسې له خاورو سره خاورې شوي او دغه چارې د خوراکي توکو د جدي کمښت په اړه اندېښنې راپورته کړي.‌

د بشري حقونو د څار د راپور له مخې؛ اسراییلي پوځ ویلي، چې په دې وروستیو اونیو کې یې د بیت حانون په سیمه کې چې د یوې ناڅرګندې کرنیزې سیمې په ګډون د تونلونو او نورو پوځي اهدافو د پاکولو لپاره پوځي عملیات کړي دي.

نور ولولئ: اسراییلي پوځ په ټوله غزه کې د عملیاتو پلان لري

د جګړې قوانین په ملکي وګړو یا ملکي سیمو بریدونه منع کړي، بې توپیره بریدونه او هغه بریدونه چې ملکي وګړو ته زیان رسوي نامناسب بلل شوي دي.

د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره غوښتنه

د غزې په شمال ختیځ کې او د بیت حانون په شمال کې هغه سیمې چې یو وخت شنې کرنیزې ځمکې وې، اوس وچې او ویجاړې شوې دي.

دغه زراعتي ځمکې او باغونه په لومړي ځل د اکټوبر په وروستیو کې د اسراییل د ځمکني برید وروسته زیانمنې شوې وې.

په دغو سیمو کې بلډوزرونو نوې لارې جوړې کړې، چې د اسراییل پوځي موټر سیمې ته لاسرسی پېدا کړي.‌

نور ولولئ:  حماس او اسراییلو دوه ورځې نور د اوربند پر غځېدو هوکړه وکړه

خو د نومبر میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې اسراییلي ځواکونو دغه سیمه ونیوله، د سپوږمکۍ د تصویرنو له مخې داسې ښکاري چې په سیمه کې شته کروندې او ګلخانې په سیستماتیک ډول ویجاړ شوي او اوس هلته یوازې شګې او خاورې لیدل کیږي.‌

هغه فصلونه تباه شوي چې کلونه زخمت پرې ایستل شوی و

بزګرانو په دې سیمه کې د لیمو، کچالو، او یو شمېر نورو میوو په ګډون رنګارنګ فصلونه کرلي وو، چې د ځینو میوو ونو د ثمر ورکولو لپاره کلونه وخت نیولی و او د فلسطین د خلکو د خوړو توکو سرچینه وه. ځینې کروندې او باغونه په یوه ورځ کې ویجاړ کړل شوي دي.

له سپوږمکۍ په لوړ کیفیت اخیستل شوي انځورونه ښیې، چې د کروندو او باغونو د ویجاړولو لپاره بلدوزرونه کارول شوي.

په پخوانیو کروندو او باغونو کې د بلدوزرونو د ګرځېدو نښې او د کروندو په شاوخوا کې د خاورو ډېرۍ لیدل کیږي.‌ اسرايیل په وار – وار په غزه کې د سیمو د ویجاړولو لپاره زغروال بلدوزرونه کارولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button