سیاست

د بیجینګ تر درې اړخیزې ناستې وروسته د هند او طالبانو د اړیکو راتلونکی

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

داسې بریښي چې په بیجینګ کې د طالبانو، پاکستان او چین تر منځ تر درې اړخیزې ناستې وروسته، هند له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې له ډېر احتیاطه کار اخلي. دا ناسته د سیمه ییزو معادلاتو د بدلون لامل شوې او نوی ډیلی یې اړ کړی چې په افغانستان کې خپله ستراتیژي له سره وارزوي.

د هند محتاطانه سیاست او د CPEC مخالفت

هند په رسمي توګه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) پروژې سره د افغانستان د احتمالي یوځای کېدو مخالفت څرګند کړی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا مخالفت د ملي حاکمیت پر بنسټ دی، ځکه چې دا پروژه له هغو سیمو تېرېږي چې هند یې د پاکستان تر “غیرقانوني اشغال” لاندې ګڼي. نوي ډیلي طالبانو ته په ډاګه کړې چې په دې پروژه کې د افغانستان هر ډول ګډون به د هند د ملي ګټو سره په ټکر کې وي. دا دریځ د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو یو مهم خنډ ګرځېدلی.

له تودو اړیکو تر سړېدو

له ۲۰۲۱ کال وروسته، هند په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې، په ځانګړې توګه کله چې پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونو د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې کړې، هند دا یو ستراتیژیک فرصت وباله. خو د اړیکو دغه تودوالی اوږد مهاله نه و. کله چې چین د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړ او د دوی اړیکې یې د ښه والي په لور بوتلې، د هند او طالبانو په اړیکو کې یو ډول سړښت راغی.

7648dac3515195289cd8cb918c6c82db4ca54508 992x661
د هند او طالبانو اړیکې

د سیمه ییزو معادلاتو اغېز

په جنوبي اسیا کې د ځواک په جوړښت کې بدلونونه هم د هند پر رول اغېز لري. د پاکستان او بنګله دېش نږدېوالی، د امریکا او پاکستان د پوځي اړیکو ښه کېدل، او د شانګهای همکاریو سازمان بیا فعالېدل، ټول هغه عوامل دي چې په سیمه کې د هند نفوذ ننګوي. د دې تحولاتو په پام کې نیولو سره، هند اړ دی چې په افغانستان کې خپلې ګټې په ډېر احتیاط او دقت سره تعقیب کړي.

د هند ستراتیژیکې موخې

د نویو شرایطو سره سره، هند په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې موخې لري. هند غواړي په افغانستان کې خپل له لاسه تللی نفوذ بېرته ترلاسه کړي، د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا ته لاسرسی ومومي، او د چین او پاکستان د نفوذ مخه ونیسي. پر دې سربېره، هند د هغو وسله والو ډلو په اړه اندېښنه لري چې د پاکستان په ملاتړ په کشمیر کې فعالیت کوي او له افغانستان سره اړیکې لري. له همدې امله، هند هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل حضور، که څه هم په محدود ډول وي، وساتي.

راتلونکی لیدلوری

اوسمهال، د هند او طالبانو اړیکې د “محتاطانه تعامل” په مرحله کې دي. هند طالبان په رسمیت نه پېژني، خو په ورته وخت کې نه غواړي چې ډګر په بشپړه توګه خپلو سیالانو، چین او پاکستان ته پرېږدي. داسې ښکاري چې طالبان هم هڅه کوي چې د سیمې د قدرتونو ترمنځ توازن وساتي او له یوه اړخ سره تر حده زیات ځان ونه تړي. د دې اړیکو راتلونکی به د سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو او د ښکېلو غاړو د ستراتیژیکو پرېکړو تابع وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button