د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه

ځړول شوی:مې 27, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د پنج‌شنبې او جمعې په ورځو د تاجکستان پلازمېنه د افغانستان په تړاو د یوې دوه ورځنۍ امنیتي غونډې کوربتوب کوي. د تاجکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ په‌دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران ګډون کوي.

د دې غونډې بحث به د افغانستان او سیمې پر امنیتي مسایلو ورټول وي. پخوانی ډيپلوماټ سید نورالله راغي وايي: «په تاجکستان کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د غونډې پر مهال به د درې اساسي موضوعاتو په اړه خبرې وشي. لومړی په افغانستان کې د ترهګرې د پراخېدو په اړه اندېښنه چې د راپورونو له مخې د پراخېدو په حال کې ده، دویمه موضوع د مخدره توکو قاچاق چې د راپورونو پر اساس دا موضوع هم د پراخېدو په حال کې ده او د سیمې هېوادونو ته د کډوالو تلل.»

بل‌خوا د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي، د دې غونډې پر مهال به په افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو او د ښځو د حقونو په تړاو هم خبرې وشي. د امنیتي چارو شنونکی ثمر سادات وايي: «مجلس به پر دې هکله وي چې دوی به په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړي، څو د افغانستان د ثبات سبب شي او ملي، سیمه‌ییز او نړیواله اجماع منځ‌ته راشي.»

نور یی ولوله | د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د یوې اته کسیزې کمېټې جوړېدل

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده په‌دې اړه وايي: «د افغانستان وضعیت ته په کتو اوس چې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونه هر ډول ناسته جوړوي، د ستاینې او ملاتړ وړ ده، خو باید په یاد مو وي چې د ګاونډي او د سیمې هېوادونو تل د افغانستان په اړه عمودي او نابرابر سیاست غوره کړی دی.»

ورته مها کابل د دې غونډې په غبرګون کې یوځل بیا ډاډ ورکوي،چې اسلامي امارت به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېڅ هېواد پر وړاندې کار واخېستل شي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنگانی وايي: «اسلامي امارت هغه غونډو ته چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانستان په اړه جوړېږي، په درنه سترګه ورته ګوري. په ټوله کې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی.»

تر دې وړاندې ازبکستان هم ویلي وو چې ټاکل شوې ده د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه کړي. دا غونډه په داسې مهال جوړېږي چې روسیې په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په تېره د داعش ډلې د فعالیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، خو کابل دا ادعاوې په ځلونو رد کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.