نړیوال خبرونه

د ترکیې په ټاکنو کې د اردوغان رقیب کمال قلیچدار اوغلو وټاکل شو

د ترکیې د اپوزیسیون ګوندونو په یوه ګډه ناسته کې کمال قلیچدار اوغلو د جمهوري ریاست لپاره ګډ کاندید ونوماوه

نوموړی چې د ترکیې د خلکو جمهوري پال ګوند چې په ترکیه کې دویم تر ټولو لوی ګوند دی مشر دی. هغه د اپوزیسیون ګوندونو د ګډ ایتلاف کاندید دی چې ګومان کیږي د ترکیې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د بریا لپاره ګواښوونکی وي او د هغه د شل کاله واکمنۍ ټغر ورټول کړي.

په هغه ناسته کې چې پرون د روان کال کب په ۱۵مه په انقره کې د ترکیې د سعادت ګوند مشر تمل کاراملا اوغلو په کوربه توب د مرال آک شنر د نیک ګوند مشر، ګل تکین اویسال د ډیموکراټ ګوند مشر، علي بابا جان د ډیموکراسي او پرمختګ ګوند مشر او احمد داود اوغلو د راتلونکې ګوند مشر په ګډون جوړ شوې وه کمال قلیچدار اوغلو چې پخپله یې په غونډه کې ګډون کړی و د جمهوري ریاست لپاره د ګډ کاندید په توګه معرفي شو.

دې ناستې ۵ ساعته دوام کړی و چې په پای کې یې د غونډې کوربه د خلکو یوې لویې راټولیدنې ته په خطاب کې وویل چې ښاغلی اوغلو د ملت د ایتلاف کاندید دی.

قلیچدار اوغلو د خپلو پلویانو په یوه راټولیدنه کې چې شمیر یې شاوخوا دوه زره تنه و وویل چې غواړي ترکیه د سوکالۍ، سولې او نیکمرغۍ پر لور ګامونه واخلي.

د اردوغان کرسي په خطر کې ښکاري

وروستیو نظر پوښتنو څرګنده کړې چې د دواړو کاندیدانو ښاغلي اوغلو او ښاغلي اردوغان تر منځ ښایي د رایو اختلاف ډیر کم وي، خو داسې ښکاري چې اوغلو له اردوغان څخه څه ناڅه مخکې دی.

اپوزیسیون ګوندونو هوډ څرګند کړی چې د ټاکنو د ګټلو په صورت کې به د اردوغان ډیرې پالیسۍ بدلې کړي.

نور ولولئ: ۲۰۲۰ بروکسل کنفرانس: کارپوهان او حکومتي چارواکي د اردوغان د توسعې ستراتیژیو په وړاندې اندېښمن دي

د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې د اردوغان حکومت تر کلکو نیوکو لاندې دی

څو ورځې وړاندې ترکیه سختې زلزلې وځپله چې د دې هیواد په سویل کې یې له شپږ څلویښت زرو زیات کسان ووژل او ګڼ ښاګوټي یې وران کړل.

نور ولولئ: په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمیر تر ۵۰ زرو واوښت

دې ناڅاپي پېښې ته د پر وخت او ښې رسېدنې په اړه د ترکیې حکومت پاتې راغی چې د ولس له سختو نیوکو سره مخ شو. دا چار ممکنه ده چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د اردوغان د رایو سلنه راکمه کړي.

د ترکیې دا ټاکنې په تیرو سلو کلونو کې تر ټولو مهمې ټاکنې بلل شوې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button