Uncategorized

د ترکیې پولیسو لسګونه افغان کډوال نیولي دي

اړوند خبرونه: 

د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته رالېږلو په دوام، ترکي رسنیو یو ځل بیا د یاد هېواد په «ارزوروم» او «سیواس» ښارونو کې د ۷۵ افغانانو په ګډون د ۸۰ کډوالو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

ترکي رسنیو پرون (سې‌شنبې د دلوې ۲۳مه) راپور ورکړی چې دا کډوال په غیرقانوني توګه ترکیې ته تللي وو او له نیول کېدو وروسته په «اشکاله» ولایت کې د کډوالو د ایستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د راپورونو له مخې چې په دې کډوالو کې ۱۲ د انساني قاچاق په تور هم نیول شوي او د ترکیې محکمې ته ورپېژندل شوي دي.

په وروستیو اوونیو کې په ترکیه، پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لپاره په ټول هیواد کې عملیات د پام وړ زیات شوي دي.

تېره شنبې ترکي رسنیو په توکات او اماسیا ښارونو کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.

بلخوا د ترکیې د احصایې انسټیټیوټ تازه ویلي چې افغانان له عراقیانو وروسته په هیواد کې دوهم لوی بهرنی نفوس جوړوي، چې شمیر یې ۱۳۹ زره ۲۵۱ کسانو ته رسېږي.

تر دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان ویلي چې په تیرو پنځو کلونو کې یې په هیواد کې له یو میلیون څخه ډیر «غیرقانوني» کډوال نیولي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button