ځایی

د تصفیې کمیسیون پر بیا کتنې د یو شمېر طالب مشرانو ناخوښي

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د تصفیې له کمیسیون د ځینو طالب مشرانو ناخوښي ښيي

له دې وړاندې هم داسې پېښ شوي چې په د میدان وردګ په څېر ولایتونو کې طالبانو د تصفیې پر کمیسیون توندې نیوکې کړي وې او ویلي یې وو، چې دغه اداره ددوی په اصطلاح مجاهدین له دندو لرې کوي او پر کور یې کېنوي.

دا ځل هم ویډیوګانو کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو پخوانی مشر ډاکټر بشیر یوې غونډې ته وايي، د دې ډلې د تصفیې کمېسون په خپل سر طالبان له دندو ګوښه کړي.

له ننګرهاره د تصفیې کمیسیون د کار پیل

د ملا یقعوب له امر وروسته طالبانو له نويو شرطونو سره د خپلو غړو تصفیه ننګرهار کې هم پیل کړه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو پخوانی رییس او په ختیځ کې د طالبانو یو ځواکمن قومندان ډاکټر بشیر دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت مقام کې د تصفیې کمېسون د بیا کره کتنې د پیل غونډه کې د طالبانو تصفیې ولایتي کمېسون په دې تورن کړ، چې زیات شمیر طالبان یې له دندو ګوښه کړي، چې دا کار د دې ولایت د طالبانو د خپګان لامل شوی دی.

نور ولولئ: ژنیو کې د افغانستان استازولۍ د طالبانو د سرغړونو خپلواکه ارزونه غوښتې

نور ولولئ: له ډاکټرانو سره د طالبانو ناسم چلند؛ پکتیا حوزوي روغتون کې یې کاربندیز کړی

نوموړي زیاته کړه، چې یوازې په دې نظام کې طالبان حق نه لري،بلکې هغه کورنۍ چې له داعش زیاتمنې شوې او د کورنیو غړي یې وژل شوي، باید د دوی په لیکو کې ځای ورکړل شي.

پر یاد کمیسیون د طالب قومندان نیوکه

د طالبانو دغه قومندان په داسې حال کې پر کمېسون نیوکه کوي، چې له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر او د امنیتي او تصفیوي کمېسون مشر په یوه مکتوب کې چې یو کاپي یې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، له ټولو والیانو غوښتي چې د تصفیوي کمېسون د بیا کره کتنې پروسه کې د مداخلې حق نه لري.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې د کره کتنې هیت مکلف دی چې د فورمې کتلو په وخت کې ډلګۍ مشر حتما فزیکي حضور ولري او د غیرحاضرۍ په صورت کې د هیڅ طالب فورمه تایید نه کړي.

د کمېسون بل شرط دا دی، چې په کومو سیمو او ولایتونو کې چې چا په تېره جګړه کې برخه اخیستې وي، نو د خپلو فورمو د تاییدۍ لپاره دې هغو ولایتونو ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې طالبان په خپلو لیکو کې نورو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي او نه هم ورباندې باور کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button