
پاکستان ادعا کوي چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه د بشري مرستو لپاره د تورخم او چمن دروازې پرانیزي، خو افغان حکومت وایي تر هغو چې کلک تضمین ترلاسه نه کړي، لارې نه خلاصوي. بشپړ جزیات دلته ولولئ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د تړلو او خلاصولو پر سر ناندرۍ نوي پړاو ته داخلې شوي دي. په داسې حال کې چې اسلام اباد د بشري مرستو تر نامه لاندې د لارو د پرانیستلو خبر ورکوي، د افغانستان سرپرست حکومت دا ځل کلک دریځ خپل کړی او د لارو پرانیستل یې په “قوي تضمین” پورې مشروط کړي دي.

د تورخم او چمن دروازې او د پاکستان نوی دریځ
اسلام اباد ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو د عاجلې غوښتنې په ځواب کې یې پرېکړه کړې چې د تورخم او چمن دروازې د لنډ مهال لپاره پرانیزي. پاکستاني چارواکي وايي، دا ګام یې د دې لپاره اخیستی ترڅو افغانستان ته د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو بشري مرستو لېږد اسانه شي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له سلا مشورې وروسته یې د ګمرک او فدرالي عوایدو ادارې (FBR) ته لارښوونه کړې چې د مرستو د انتقال لپاره چمتووالی ونیسي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا پروسه به په درېیو پړاوونو کې ترسره کیږي:

لومړی پړاو: د ملګرو ملتونو د هغو کانتینرونو تصفیه چې خوراکي توکي لري.
دویم پړاو: د درملو او طبي تجهیزاتو انتقال چې د روغتیايي شبکې لپاره حیاتي دي.
درېیم پړاو: د ښوونیزو توکو او تعلیمي کټونو لېږد.
په دې جوپه کې د یونیسف ۷۴ کانتینرونه، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ۶۷ کانتینرونه او د نفوس صندوق (UNFPA) ۲ کانتینرونه شامل دي.
ولې افغان حکومت د تورخم او چمن دروازې نه پرانیزي؟
له بلې خوا، د طالبانو حکومت ویلي دي چې له پاکستان سره د راکړو ورکړو په برخه کې د تورخم او چمن دروازې تر هغه وخته نه پرانیزي، ترڅو چې پاکستان کلک تضمین نه وي ورکړی. افغان لوری ټینګار کوي چې پاکستان باید ډاډ ورکړي چې سوداګریزې لارې به نور د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه نه کاروي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې پاکستان په ناقانونه ډول لارې د فشار د وسیلې په توګه کارولې، چې افغانانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ویلي چې سوداګري باید له سیاسي مسایلو جلا وي.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د پاکستان پر نیت شک څرګند کړی او ویلي یې دي: “پاکستان هغه مهال لارې بندې کړې کله چې د افغان سوداګرو مېوې او سبزیجات صادرېدل، خو اوس چې د پاکستان د خپلو مېوو موسم راغلی، دوی هڅه کوي لارې پرانیزي.”
کابل ټینګار کوي چې د لارو پرانیستل به یو طرفه نه وي او باید د یو داسې تضمین پر بنسټ وشي چې په راتلونکي کې د هر وخت لپاره د لارو د بندېدو مخه ونیول شي.



