تجارت خبرونه

د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

له یوولسو ورځو تړل کېدو وروسته، نن سهار د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو لپاره خلاصه شوه

د تورخم دروازه د هغو لاریو لپاره خلاصه شوه، چې د دروازې دواړو غاړو ته یې شاوخوا دوه اونۍ انتظار اېست.

دغه دروازه لومړی د پاکستاني چارواکو له‌خوا د موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزو د نه لرلو له امله تړل شوې وه او له هغه وروسته بیا طالبانو هم د پاکستاني موټر چلوونکو لپاره تړلې وه.

تر دې وړاندې د دواړو غاړو تر منځ څو، څو ځلې شوې خبرې بې پایلې پاتې وې او د دواړو خواوو د سوداګرۍ ګډې خونې هڅې کولې، چې دغه دروازه ژر تر ژره خلاصه شي.

د پاکستان له سفارت سره لیدنه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې استازو پرون د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت د سوداګرۍ د برخې له چارواکو سره هم لیدلي وو.

نور ولولئ: د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه

نور ولولئ:  د پاکستان د سوداګرۍ خونه؛ د کابل او اسلام اباد کړکېچ سوداګر زیانمن کړي

نور ولولئ:  د سیمه ییزې سوداګرۍ نوې هوکړه او پاکستان

بله غاړه بیا په پېښور کې سوداګرو د طالب استازو سره هم ناسته کړې وه، دواړو خواوو پرېکړه کړې وه چې دغه دروازه دې ژر تر ژره پرانیستل شي.

refugees1

تر دې وړاندې پاکستان ویلي وو، چې موټر چلوونکي پر دغه لاره له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ نه شي کولای؛ خو افغان موټر چلوونکو ویل، چې د پاسپورټ او پاکستاني ویزې تر لاسه کول دومره اسانه چاره نه ده چې دوی دې وتوانېږي هغه تر لاسه کړي.

خو اوس داسې ویل کېږي، چې پاکستانی لوری به د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او داسې هم ویل کېږي، چې کیدای شي د دواړو غاړو تر منځ داسې پرېکړه وشي چې په راتلونکي کې موټر چلوونکي د ځانګړو کارټونو په لرلو سره له دغو ستونزو خلاص شي.

دواړو غاړو سوداګرو ته اوښتی زیان

د دغې لارې د تړلو سره مېلیونونه ډالر د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان اوښتی او تر ډېره په افغانستان کې د پاکستاني توکو مارکېټونه ساړه شوي دي، د دې تر څنګ د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ سوداګري هم به ټپه ولاړه وه چې له دې اړخه یې سوداګرو ته سخت زیانونه اړولي دي.

تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د نښتو له امله دغه دروازه څو، څو ځلې تړل شوې وه؛ خو دا پلا د مساپرو له پاره خلاصه وه او یوازې د باروړونکو موټرو له پاره تړل شوې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button