د تورخم دروازه پرانېستل شوه
اړوند خبرونه:
د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه
پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده
تورخم لار له ۲۷ ورځو تړل کېدو وروسته نن چهارشنبه مازیګر د ټرانزېټ پر مخ پرانېستل شوه.
ننګرهار کې د طالبانو د ولایت ویاند قاضي ملا عادل وایي دغه لار به لومړی د ترانزیت او ناروغانو لپاره پرانیستل شي.
سرچینه زیاتوي د جمعې په ورځ به دغه لاره د مسافرو پر وړاندې هم پرانېستل شي.
سوداګر بیا وایي چې په تېرو اوه ویشت ورځو کې نږدې اویا ملیونه ډالر تاوان دواړو لوریو ته اوښتی دی.
سوداګرو د لارې د پرانیستو په موخه دوه خلې جرګې هم وکړې.
افغان سوداګر د لارې خلاصون یو هیله بښونکی خبر بولي او هیله کوي چې بیا لاره د سیاسي مسایلو پر سر د سوداګرو پر مخ ونه تړل شي.
دغه لار ۲۷ ورځې وړاندې پاکستاني لوري له دې امله وتړله چې د دوی په وینا افغان لوری دې دروازې ته نېږدې تاسیسات نه جوړوي.
د دروازې او تاسیساتو د جوړېدو پر سر دواړه غاړو وسله والې نښتې هم وکړې.