اقتصاد او سوداګري

د تورخم دروازې په اړه د طالبانو او پاکستاني لوري تازه خبرې

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، مخلص احمد ویلي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو له پاکستاني لورو سره د تورخم دروازې د بندېدو او سوداګرو ته د اوښتونکو زیانونونو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې په دغه غونډه کې د دواړو لورو سوداګرو هم حضور درلود.

که څه هم دواړه لورو ته د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نشته خو تر دې وړاندې افغان سوداګرو ویلي وو چې، د دروازې د هرې ورځې په تړل کېدو افغان لوری ۵۰۰زره ډالره زیان ویني.

د دغې انلاین غونډې ګډونوالو له دواړو حکومتونو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د تورخم بندر د تړل پاتې کېدو ستونزه حل کړي او سوداګرو ته دې دغه لار بېرته فعاله کړي.

شاوخوا ۱۴ ورځې کېږي چې د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ تدلې ده.

د دروازې د خلاصون په موخه څوځلې د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ ناستې وشوې خو بې پایلې شوه.

د یادې دروازې له تړل کېدو وروسته څو څو ځلې دواړه لورو ترمنځ وسله والې نښتې وشوې، او دواړه لورو مرګ ژوبله ولیده.

تر اوسه هم معلومه نه ده چې دا دروازه به کله پرانیستل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button