تجارت خبرونه

د تېلو شرکتونو کې د طالب چارواکو ونډه؛ طالبانو ۸۰ ټانکره تېل د بې کیفیته په نوم بېرته ګرځولي

طالبان د هغو سوداګرو تېل د بې کیفیته په نوم ګرځوي چې د دوی چارواکي په کې شریک نه وي

ځینې سوداګرو رسنیو ته ویلي چې طالبان د نیمروز، حیرتان، هرات، فراه او نورو بندرونو څخه د هغو سوداګرو تېل چې لوړپوړي طالب چارواکي ورسره په ګټه کې شریک نه دي، د بې کیفیته په نوم بېرته ګرځول کېږي او هغو ټانکرونو ته اجازه ورکوي چې دغه چارواکي ورسره په ګټو شریک دي.

نور ولولئ: سرپل کې له نوي څاه د تېلو استخراج او د ګازو نل‌لیکې د پروژې پیل

تازه طالبانو خبر ورکړی چې په حیرتان بندر کې د طالبانو د تېلو او ګازو د ادارې مرستيال محمد ناصر وايي، په تېرو څلورو مياشتو کې يې له ازبکستانه د “ټيټ کيفيت” ٨٠ ټانکرونه بېرته دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د ټیټ کیفیت تېلو ردول

ازبکستان تر دې وړاندې افغانستان ته د ټیټ کیفیت تېلو لېږد رد کړی و.

خو محمد ناصر د پنجشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس ته وويل، چې د حیرتانو د بندر د تېلو او ګازو د رياست له‌خوا د يوې ډلې له څېړنې وروسته په ډاګه شوه، چې د ازبکستان په لېږل شویو ټانکرونو کې بې کیفیته تېل او ګاز وو.

د ازبکستان د تېلو او ګازو ملي شرکت د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته استول شوي تېل له اروپايي معیارونو سره سم دي؛ خو د طالبانو په اداره کې دا معیار نشته.

په دې اړه د ازبکستان ادعا

د ازبکستان د تېلو او ګازو ملي شرکت ټینګار کړی، چې د دغه هېواد تولیدات له نړیوالو معیارونو سره برابر دي.

په ورته وخت کې د حیرتانو په بندر کې د طالبانو د تېلو او ګازو د ادارې مرستیال ویلي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې ۷۳۰۸ د تېلو ټانکرونه افغانستان ته دننه شوي دي.

نور ولولئ: موټر چلوونکي د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی غواړي

یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دوی د تېلو ټانکرونه که د نیمروز او هرات له ګمرکونو راووځي، بیا په کندهار کې د بې کیفیته تېلو په نوم په داسې حال کې ګرځول کېږي، چې د کندهار ګمرک په هېڅ صورت د وارد شوو تېلو د ګرځولو صلاحیت نه لري، ځکه کندهار د تېلو له واردوونکو هېوادونو سره سرحدي ولایت نه دي.

یو بل تن وايي، دا تېل چې د بې کیفیته په نوم ګرځول کېږي، هغو طالب چارواکو ته بازار خلاصوي چې د تېلو په شرکتونو کې ونډه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button