نړیوال خبرونه

د جلال اباد زندان کې شپږ زندانیان په کرونا اخته شوي دي

کرونا وېروس په هېواد کې تر ټولو نه زیات تاثیر په اوله درجه ولایتونو کړۍ او تولو نه زیات په کابل هرات مزار شریف او داسې نور ولایتونه شامل دي د غې وبا له امله د ژوند په ټولو اړخونو شوۍ اوسمهال د ننګرهار ولايتي مسوولين وايي چې په دغه زندان کې شپږ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي. له ثبت شوي کسانو وراېخوا لسګونه نور شکمن پېژندل شوي دي.  

د جلال اباد  د روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني په دې اړه رسنیو ویلي دي، “هغه کسان چې د کرونا مثبت کېسونه یی لرل هغه جدا شوي دي او په یو بل بلاک کې دي او هلته جدا قرنطین دي. که نور چا کې علایم ولیدل شي نو سمپل به یې اخیستل کېږي او که پکې د چا ناروغي سختېږي نو تداوي کوو به یې.”

په دغه وبا يو ککړ شوي بندي په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي، “په ما کې هم د کرونا علامې وې، خو ټیسټ مو وکړ او منفي شو. په زندان کې په کرونا اخته تر اتلسو دي او د هغو کسانو چې اوس یې پایلې راغلې او مثبت وې نو تور غر په نوم یو بل بلاک جوړ شوی دی هلته یې یوړل چې قرنطین یې کړي. .”

د یادونې وړ ده چې جمهور ریس  د کرونا ويروس د خپرېدو لپاره د بنديانو د خوشي کېدو فرمان ورکړی خو تر اوسه هغه لس زره بنديان نه دي ازاد شوي چې  د خلاصون فرمان  يې صادر شوی دی.

دا هم باید باد کړو چې که څه هم په نړۍ کې د کزونا ویروس خپرېدو کې کموالۍ راغلۍ او په ورڅ کې د مړو شمېر کې کموالۍ زاغلۍ خو په ورته وخت کې په اسیا کې لکه پاکستان. افغانستان . ایراني او داسې نور هیوادنو کې پکې زیاتوالۍ راغلي.پاکستان کې تېره ورځ سند ولایت کې   ۱۱۰۰ کسان پرې اخته شوي دي.

مونږ ټولو هېوادوالو ته پکار ده چې باید د ډاکټرانو لخوا توسعو باندې عمل وکړي لاسونه بو بل ته ورنکړي سوشل ډسټنس وساتي بغل کشي نه څانونه وساتو یو بل کره تګ راتګ کم کړو د بې ځایه ګرزېدو باندې بندیز ولګوو. دولت هم پکار ده چې کوم بندیان چې بې ګناه دي او یا يي جرم کم وي خوښې کړي او په دولتي اداراتو کې د ډېرو ګڼه ګڼړې نه مخنیوۍ وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button