د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه.د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډه نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د وسله وال پوځ لیکو ته د جلب او جذب په اړه معلومات ورکړل.جمهوررئیس د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره د یوځای کېدو په موخه د هیوادوالو د لېوالتیا قدرداني وکړه وې ویل، دغه پروسه باید چټکه شي.
همداراز د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اکمالاتو او تجهیز په اړه د دغه سکتور مسوولینو خپل راپور وړاندې کړ او یادو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د ځواکونو د اکمالاتو او تجهیز په اړه عاجل اقدامات وکړي.

د غونډې په پای کې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه بحث وشو او اړوندو مسوولینو ته د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
دیادولو وړ ده چې ښاغلی غني څو څو وار ویلي چې راتلونکو څو میاشتو کې به دهېواد امنیتي حالات ښه شي اوعام وګړي به وکولی شي چې په ښه ډول ژوند وکړي. که څه هم عام وګړي اندېښنې کې دي خو حکومت وایي چې ډېر ژر به دافغانستان وضعیت تغیر وکړي.