Uncategorized

د جوبایډن مېرمن جېل بایډن کرونا ده

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی چې د جوبایډن مېرمن جېل بایډن د کرونا ټېسټ یا ازموینه مثبته رااختلې

دا چې د جېل بایډن عمر زیات دی، نو ډاکټران یې د کرونا مثبت ټیسټ وارخطا کړي دي او دوی وايي، که چېرته دا ناروغي ورباندې بد اغېز وکړي نو د هغې د ژوند لپاره خطرناکه ده او په اوس وخت کې یې ډاکټران په درملنه بوخت دي.

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې په هند کې د جي ۲۰ سرمشریزې ته د ولسمشر جو بایډن له سفر څو ورځې وړاندې د متحده ایالاتو د لومړۍ مېرمن جیل بایډن د کوویډ – ۱۹ ازموېنه مثبته ختلې؛ خو د بایډن ازموینه بیا منفي اعلان شوې ده.

نور ولولئ: بایډن جي۲۰غونډه کې د چین ولسمشر پر نه ګډون کولو خواشيني ښوده

د بايډن ۷۲ کلنه مېرمن د وروستي ځل لپاره د تېر کال په اګسټ میاشت کې په کرونا اخته شوې وه.

د بایډن د کرونا ټېسټ

د اتیا کلن بايډن د کرونا معاینه، د وروستي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په جولای کې مثبته اعلان شوې وه.

بایډن د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د بیا ګډون لپاره چمتووالی نیسي. په ورته وخت کې، د هغه بوډا توب د رایې ورکوونکو لپاره یوه مهمه مسله بلل کېږي.

نور ولولئ:

زیلېنسکي او بایډن د واګنر د بغاوت په اړه له یوه او بل سره خبرې کړي

هغه تر ټولو هغه بوډا ولسمشر دی، چې دویم ځل ولسمشرۍ ته د درېدو په لټه کې دی او ځینو جمهوري غوښتونکو ویلي، چې د هغه عمر د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ډېر زیات دی؛ خو د بایډن متحدین وایي، چې هغه اوس هم د ولسمشرۍ وړتیا لري او د دغې دندې د ترسره کولو لپاره چمتو دی.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو سیالي

د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د مخکښو غړو تر منځ سیالي روانه ده او هر څوک په خپله ګټه کمپاینونه کوي چې په داسې حال کې د جېل بایډن د کرونا د مثبت ټېسټ رااختلو مسئله راپورته شوه او دا کېدای شي چې د بایډن روغتیايي حالت اندېښمن وښيي او پلویانو یې په ټاکنو کې اندېښمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې یاده ټاکنو ته پخوانی ولسمشر ټرمپ او د بایډن نور سر سخت مخالفین د هغه  کمزوري کولو او د ځانونو د بریالي کولو لپاره هڅې کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button