
په افغانستان کې د جګړې د دواړو غاړو یتیمان تر یوه چتر لاندې ساتل کېږي
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې د یتیمانو د ملاتړ او زدکړو د فرصت برابرولو په موخه د دارالایتامونو د جوړولو چارې په پراخېدو دي.
له بېلابېلو ولایتونو د دارالایتامونو د پرانستلو د راپورونو تر څنګ ویل کېږي چې د طالبانو یو شمېر چارواکو هم د دغه ډول بنسټونو د ملاتړ او جوړولو لپاره ګام پورته کړی دی.
د ځینو ولایتونو ځایي خلک وایي، چې اوس طالبانو د مدرسو ترڅنګ د دارالایتامونه جوړولو ته هم مخ کړی دی.
په تېرو دوو لسیزو کې د پرله پسې جګړو په پایله کې- چې په کې درنه انساني مرګ ژوبله اوښتې، افغانستان د جګړې د یتیمانو په لوی کور بدل شوی دی.
نور ولولئ: یوه کېله په ۳۷ زره ډالر وپلورل شوه
په تېرو څو لسیزو کې په لسګونو زره افغان ماشومانو خپل پلرونه- هغه که دولتي سرتېري او که طالب جنګیالي دي – په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.
په زرګونو نور ماشومان د طالبانو په چاودنو او ځانمرګو بریدونو، همدارنګه د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو او د افغان پوځ د بریدونو او نورو امنیتي پېښو پایله کې د پلار له پالنې او مینې بې برخې شوي دي.
خوست کې لوی دارالایتام
ډېری هغه ماشومان چې پلرونه یې د جګړې په دواړو غاړو کې وژل شوي له بې وزلو کورنیو دي او د خپلو زدکړو د دوام لپاره مالي ملاتړ او سرپرستۍ ته اړتیا لري، لکه پالنتون یا دارالایتام.
ویل کېږي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د دارالایتامونو جوړول مخ په زیاتېدو دي او د طالبانو یو شمېر مهمو کسانو د دارالایتامونو جوړولو او ملاتړ پیل کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند قاري سعید خوستي تېر کال په خوست کي د یو دارالایتام د بڼسټ د ډبرې اېښودو پروګرام کی ويلي وو چې د سراج الدین حقاني په مشوره یې په خوست کې د یوه لوی دارالایتام د جوړولو لپاره په ۴۵ میلیونه افغانۍ ځمکه اخیستې.
د نوموړي په خبره، د پالنتون به د افغانستان په سوېل ختیځ کې یو له لویو دارالایتامونو څخه وي.
په ټولنیزو شبکو کې یو طالب پلوی فعال چې په جنرال مبین مشهور دی، په پلازمېنه کابل کې له یوه پالنتون یا دارالایتام سره د مرستې پر مهال له نورو غواړي چې له مالي اړخ نه د یتیم ماشومانو پالنه او ملاتړ وکړي.
د طالبانو د دغو پلویانو کړنې او غوښتنې دا ښيي، چې د دغو کسانو پام تر ډېره د مدارسو تر څنګ پر دارالایتامونو ور ټول دی.
د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس سمیع الله ابراهیمي هم مني چې د طالبانو یو شمېر مشران د ځینو پالنتونونو یا دارلایتامونو مالي ملاتړ او پالنه کوي.
ښاغلی ابراهیمي وایي په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ دارالایتامونه شته، چې “۲۸ بابه یې امارتي او ټوله بودیجه او لګښت یې اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] ورکوي.”
“شاوخوا ۵۰ خصوصي دارالایتامونه شته چې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره د هوکړې له مخې د اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] له اصولو سره سم فعالیت کوي او ځینې خصوصي دارالایتامونه د اسلامي امارت د مشرانو لخوا تمویلېږي. په اماراتي یا دولتي پالنتونونو کې نژدې ۹ زره یتیمان پالل کېږي.”
په افغانستان کې یو شمېر خلک نیوکه کوي چې د طالبانو پام د خپلو جنګیالیو یتیمانو ته ور ټول دی او اړمنو یتیمانو ته پاملرنه نه کېږي. داسې اندېښنې هم شته چې طالبان د دارالایتامونو په جوړولو او ملاتړ سره غواړي نوی نسل د خپلو شعایرو په روحیه وروزي څو په راتلونکي کې په اسانۍ سره یې د خپلو جنګیالیو په توګه وګماري.
د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند د دغو نیوکو په ځواب کې وايي، چې د یتیمانو په ملاتړ کې هېڅ ډول تبعیض نشته او د ټولو لپاره یوه کړنلاره پلې کېږي.
د دارالایتامونو نصاب
“د اسلامي امارت لپاره دا مهمه نه ده چې دغه یتیم ماشومان په کوم حکومت پورې اړه لري. په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمنه دا ده چې ټول یتیمان باید یو ډول پام وشي.”
ښاغلی ابراهيمي بي بي سي ته وایي د “امارتي” او خصوصي دارالایتامونو لپاره یوه کړنلاره ده او د ټولو دارالایتامونو فعالیتونه د همدې طرزالعمل له مخې اداره کېږي.
نوموړي په دارالایتام کې د تدریس شویو مضامینو په اړه جزئیات وړاندې نه کړل، خو په میدان وردګو کې د دوو خصوصي دارالایتامونو مسول محصل غازي زاده دغه موضوع باندې راته تم شو.
“په ټولو پالنتونونو کې دولتي ښوونیز نصاب تدریسيږي، تر دې ور ها خوا انګلیسي، کمپیوټر او عربي ژبي ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د مکتب له رسمي صنفونو وروسته د قرآن کریم د حفظ زمینه هم ورته شته. ځینې یتیمان کولی شي چی د قرآن کریم ناظره و حفظ وکړي.”
په وروستیو لسیزو کې د جګړې د کرښې د دواړو غاړو یتیم ماشومان چې کله کله د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په یو کتار کې ناست وي او د چارواکو ویناوې اوري، ښايي لا هم د هغو جګړو او شخړو د لاملونو په اړه نه وي خبر، چې له دوی نه یې د پلار سیوری اخیستی دی.