نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د حماس او اسراییلو تر منځ د یرغمل او زنداني کسانو تبادله روانه ده

د حماس او اسراییلو تر منځ د تېرې جمعې له اوربند وروسته د یرغمل شوو کسانو او بندیانو تبادله روانه ده

په دې لړۍ کې زیات شمېر بندیان او یرغمل شوي کسان تبادله شوي دي چې لا هم دغه پروسه دوام لري او تر څنګ یې غزې ته د بشري مرستو کاروانونه هم رسېدلي دي.

اسرائیلي امنیتي ځواکونه په تل ابیب کې د یو روغتیایي مرکز مخ ته د یرغملو ازادیدو ته انتظار دي

نور ولولئ: د حماس او اسراییلو تر منځ لنډمهالی اوربند نن پیل شو

د قطر حکومت د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وویل چې د حماس ډلې ۳۹ یرغمل خوشې کړي دي چې په کې ۱۰ تایلنډیان، ۱۳ اسرائیلیان او یو فلیپینی شامل دی.

بلخوا د اسرائیل یوې امنیتي سرچینې د جمعې په ورځ وویل چې ۱۳ اسرائیلي یرغمل چې د غزې په تړانګه کې ساتل کیدل، ددې هیواد امنیتي مقاماتو ته سپارلي دي.

دغې سرچینې د فرانس پرس اژانس ته وویل: “اوس ۱۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان د اسرائیل د امنیتي خدماتو له ادارې سره دي.”

دا خوشي شوي کسان څوک دي؟

اسرائیلي چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې د حماس له بند څخه په خوشي شویو کسانو کې څلور ماشومان او شپږ د پاخه عمر کسان هم شامل دي.

په ماشومانو کې درې نجونې او یو هلک شامل دي چې عمرونه یې د دوو او نهو کلونو ترمنځ دي. خوشې شوې میرمنې تر ۷۰ کلونو زیات عمر لري. همدارنګه په خوشي شویو یرغمل شویو کې اته تنه په دریو کورنیو پورې اړه لري.

نور ولولئ: اسراییل وايي، ځینې امنیتي کمرو ښودلي چې د دوی یرغمل کسان الشفا روغتون ته وړل شوي

پدې ترڅ کې د تايلند صدراعظم سرتا تاويسين د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وويل، ١٢ تايلنډي برمته شوي کسان چې په اسرائیل کې د حماس د سخت دریځو له خوا تښتول شوي وو، خوشې شوي دي.

حماس ډلې پر اسرائیل باندې د اکتوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې د بهرنیو اتباعو په ګډون د ۱۲۰۰ کسانو پر وژلو سربېره ۲۴۰ تنه یرغمل کړي وو.

حماس ډلې تایلنډي اتباع هم خوشي کړي

د تایلنډ صدراعظم همداشان ویلي، چې د اوربند له پیلېدو څو ساعته وروسته د حماس ډلې ۱۲ تایلنډي اتباع خوشې کړل.

تاویسین په خپله رسمي ایکس پاڼه کې ویلي چې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت او امنیتي چارواکو د ۱۲ تایلنډي برمته شویو خوشې کېدل تائید کړي دي. د تایلنډ صدراعظم همداشان ویلي، چې په اسرائیل کې د هغه هېواد د سفارت چارواکي د دغو خوشي شویو کسانو د سپارلو په حال کې دي. د دغو کسانو هويت به وروسته اعلان شي.

د اکټوبر په اوومه نېټه پر اسرائيل د حماس له بريد وروسته اسرائیلي ځواکونو پرغزې هوايي، توپچي او ځمکني بريدونه پيل کړل، چې په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ څلور ورځنی اوربند د جمعې په ورځ نومبر ۲۴مه په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پيل شو او تمه ده چې د حماس له خوا يو شمېر يرغمل شوي کسان نن خوشې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button