هنر او ادب

د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ژوند لیک کتاب مخکتنه وشوه

په لندن کې د یو شمېر فرهنګیانو له لوري د خان عبدالصمد خان د ژوند لیک کتاب مخکتنه وشوه

د برتانيا په مرکز لندن کې د پښتنو د ازادۍ د يوه مخکښ عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک انګلیسي ژباړی د کتاب مخکتنه وشوه چې پکې د کتاب ترڅنگ د هغه پر مبارزه رڼا واچول شوه.

دغه غونډه د چارشنبې په ماښام مارچ ۱۳ (کب ۲۳) د لندن سکول آف اکانومیکس کی وشوه چی پکی د یاد پوهنتون او د لندن کینگز کالج استادانو او شاګردانو ګډون کړی وو.

عبد الصمد خان اڅکزی چې د خان شهید په نامه هم پېژندل کېږي، د شلمې پېړۍ په لومړيو کي يې د انګليسي ښکېلاک پرضد د بلوچستان له پښتون میشتې سيمي عبدالله کلا څخه سياسي مبارزه پیل کړې وه او وروسته د پښتنو له يوه بل وتلي سياسي مخکښ او د خدايي خدمتګار تحريک له باني عبدالغفار خان سره ملگری شو.

د یاد شخصیت پر مبارزه د نړیوالو پوهېدل

پر دې مهال ایاز خان اڅکزي چې د عبد الصمد خان اڅکزي لمسی هم دی، په خپلو څرګندونو کی وویل چي د خپل نیکه ژوند لیک یې ځکه انګلیسي ژبې ته اړولی چې د هغه په سياسي مبارزه نوره نړۍ خبره کړي.

نوموړي وويل، چې له دې وروسته امریکا او کاناډا ته هم ځي چې د عبد الصمد خان اڅکزي د ژوندليک د کتاب مخکتنې كوي.

نور ولولئ: ‘درنه’ تاریخي سیمه کې سېلابونه؛ به لرغونو اثارو او د صحابه په مقبرې څه وشول؟

نور ولولئ: میشل فوکو او د ليونتوب تاریخ

نور ولولئ: میشل فوکو د لیونتوب د تاریخ پیل له کوم ځای کړی؟

له امريکا غږ سره په خبرو کې ایاز خان وویل چی عبدالصمد خان اڅکزی د هند د نيمې وچې د ازادۍ يو ډېر لوی نوم دی خو له بده مرغه، د هغه په باب نه هم په سیمه او نه هم په نوره نړۍ کي ولسونه، پوهان او ليکوالان خبر دي.

دی زياتوي چې “د عبدالصمد خان اڅکزي په باب تر ډېره ليکني په پښتو يا اردو ژبو شوي دي. نو ځکه یې د هغه ژوندلیک انگرېزۍ ژبې ته واړولو چې د هغه په باب، د هغه د سياسي نظريي او فکر په باب او د هغه د مبارزې په باب معلومات نورۍ نړۍ ته ورسېږي.”

abdul (1)
د خان عبدالصمد خان اڅکزي د ژوند لیک کتاب مخکتنه وشوه

نور الله اتل چي د عبد الصمد خان اڅکزي ژوندليک زما ژوندون يې لوستلی دی له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل چې، د ژبې په اړه د هغه فکر ډېر انقلابي وو، له شاعرانو او ليكولانو څخه ډېر بدل دی، هغه دا چې که پښتانه نور هېڅ کار هم و نه کړي، نه مبارزه وکړي، نه سياست وکړي، بلکي یوازې پښتو ليکلو او ویلو ته خپل ځان وقف کړي، نو په پښتو ژبه کي دومره زور دی، چې په دې زور دوی ازادي هم ترلاسه کولای شي.

د پښتو لیکدود په اړه وړاندوینه

ښاغلي اتل زياتوي چي دا د کاڼي کرښه ده او داسي فکر کله چا نه وو وړاندې کړی، بله خبره، هغه د پښتو ژبې د سوچه والي په اړه کړې ده.

يو بل انقلابي نظر عبد الصمد خان اڅکزي دا وړاندې کړی وو چي پښتو باید په رومن الفبا كي وليکل شي، اوس ډېر ژبپوهاند په دې اند دي چي پښتو باید په رومن ليکبڼه وليکل شي، ځکه چې دا د ساينس، کمپويتر او د رياضي ژبه ده نو عبدالصمد خان اڅکزي د کمپیوتر تر راتګ له مخه دا وړاندوينه کړې وه.

بله خبره هغه دا کړې وه که عربي متن لیکئ نو له هغې څخه عربي غږونه لکه ف، ث، ص، ض، ط، ظ، ع، ق ،باسی ځکه چی په پښتو کې دغه غږونه نشته، نه يې اړتيا شته او د نړۍ هېڅ ژبه هم دغه غږونه نه ليکي.

نور الله اتل وايي چې د عبد الصمد خان اڅکزي په خپل ژوندليک کې د پښتو ليکدود په اړه ليکني کړې، هغه لیکي چې د پښتو ژبې ځينې غږونه په عربي الفبا كي نشي ليکل کېدلای، لکه د واولز (خوخنده حروف) او په تېره لنډ واولونه، د دې لپاره هغه په پښتو کې خپلې علامي او سمبلونه جوړ کړي ول، لکه لور (د وښو رېبلو آله) او لور (ښخینه اولاد) په پښتو کې یو ډول لیکل کېږي خو عبدالصمد خان اڅکزي د دې ناڅرګنتوب ختمولو لپاره (و) په څو بڼو لیکلی دی. بل هغه د ژبی پر سوچه والي ډېر ټینګار کاوه چې د انګرېزي او اردو له اغېزو دې پاکه شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button