کورني خبرونه

د خبریالانو د نیولو دوام؛ طالبانو تازه د پژواک خبري اژانس خبریال نیولی

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې طالبانو په سمنګان ولایت کې د پژواک خبریال نیولی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز یکشنبه فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې طالبانو د سمنګان په ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال نیولی دی.

دغه مرکز د خبریال سیف الله کریمي ‌د نیول کېدو په اړه خواشیني ښودلې او له قید او شرط پرته یې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په سمنګان کې د طالبانو د والي دفتر تېره ورځ کریمي وربللی و، او له تېرې ورځې راهېسې د هغه په اړه هېڅ معلومات نه شته.

د مالیې د لوړېدو په تړاو راپور

دغه مرکز د یوې سرچېنې په حواله لیکلي دي: «لس ورځې مخکې سیف الله کریمي د مالیاتو د لوړېدو په اړه د سمنګان ولایت د رستورانونو او هوټلونو د مالکانو د اعتراض په اړه د دغه ولایت د مستوفي بشیر احمد نعماني سره د مرکې غوښتنه کړې وه او بیا والي عبدالاحد فضلي ته د موضوع په اړه راپور ورکوي او بیا والي کریمي احضار کوي.»

saifullah karimi1

اعلامیه وایي چې کریمي د چهارشنبې په ورځ هم د والي‌ دفتر ته احضار شوی او منشي ورته ویلي وو چې مسئله حل شوې ده، خو تېره ورځ یې بیا وربللی او توقیف کړی دی.

نور ولولئ:  د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

نور ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: د بې پولې خبریالانو سازمان: “د طالبانو د اسختباراتو له لوري د خبریالانو نیول غندو”

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د والي یو ساتونکي دغه خبریال وهلی دی او له هغه سره زور زیاتی هم شوی دی. دا مرکز وايي چې طالبان باید د رسنیو د قانون په اساس، چې د طالبانو حکومت هم د اجرا وړ بللی، د کار اجازه ورکړي او کریمي ‌دې ژر تر ژره خوشې کړي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي

سیف الله کریمي له شاوخوا اوو میاشتو راهېسې په سمنګان کې د پژواک لپاره کار کوي. د پژواک په خبري اژانس کې یوې سرچېنې د کریمي نیول تائید کړل، خو د هغه د نیول کېدو د علت په اړه یې معلومات ورنکړل. تر دې دمه د طالبانو حکومت د کریمي‌د نیول کېدو په اړه څه نه دي‌ ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي‌ چې تېرکال له خبریالانو سره د زور زیاتي ۱۶۸ پېښې شوې دي، چې ۶۱ یې د توقیف او نیول کېدو قضیې دي. دا مرکز وایي چې لا هم دوه خبریالان د طالبانو په زندان کې دي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، په رسنیو باندې کلک محدودیتونه ولګول شول چې له کبله یې اکثریت رسنۍ یا وتړل شوې او یا فعالیت پرېښود.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button