اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه

د خواف-هرات اورګاډي د دریم فاز تړون لاسلیک کېدل

طالب چارواکې وايي، ددوی او ایراني چارواکو خواف – هرات اورګاډي پټلۍ د درییمې قطعې تړون لاسیک کړ

افغانستان کې د جمهوریت پر مهال د هېواد اکثره لویې پروژې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخامخ وې یا یې په کې دومره ونډه غوښتنه چې په هغه کې به پروژې خپل کیفیت وبایله.

نور ولولئ: هرات د اوسپنې پټلۍ کار به تر دوو اوونیو پای ته ورسېږي

د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ اداره وايي، چې د خواف- هرات اورګاډي د پټلۍ د درییمې قطعې څخه د ګټې اخیستنې تړون ددغې ادارې د رئیس بخت الرحمان شرافت او د ایران د اوسپنې د پټلۍ د کنسرسیوم د رئیس مصطفی رضايي ترمنځ د سه شنبې په ورځ اکتوبر لسم( تلې ۱۸) لاسلیک شو.

دا تړون په کابل کې لاسلیک شوی

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې بخت الرحمان شرافت د لاسلیک په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د اوسپنې پټلۍ اداره د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:” سر له راتلوونکی اونۍ د څلورمې قطعې د اول فاز د جوړولو کار پیلیږي”.

ددغه لاسلیک شوي تړون له مخې د ایران د اورګاډي کنسرسیوم به د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د انتقالاتو مسوولیت په غاړه ولري او د یو شمیر مسلکي کارکوونکو د ګمارلو سربیره به د اورګاډي څو واګونونه هم دغې لارې لپاره چمتو کړي.

نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

د طالبانو د حکومت د اوسپنې د پټلۍ اداره په دې باور ده، چې دا تړون به افغان کارګرانو ته په کم لګښت د روزنې شرایط برابر کړي.

دغې ادارې ویلي:” ایراني غاړې په دې تړون کې ژمنه کړې چې لږ ترلږه په لومړي کال کې ۱۰۰ زره ټنه توکي ددغې لارې انتقال کړي او هڅه به وکړي، چې په کال کې دا اندازه سل زره ټنه اضافه کړي”.

ایران هم د یادې قرارداد لاسلیک هم منلی دی

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د پانګونې د فرصتونو غونډه کې د خواف- هرات د اورګادي د پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې او ساتنې په برخه کې یو ښه تفاهم ترسره شو.

ددغه تړون په لاسلیکولو سره افغانستان د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ له لارې د ایران، ترکیې او اروپايي هیوادونو سره نښلول کیږي او د توکو د انتقال لپازه زمینه برابریږي.

د طالبانو حکومت شپږ میاشتې دمخه خواف- هرات د اوسپڼې د پټلۍ د ترمیم د چارو د بشپړیدو خبر ورکړی و.

د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۱۴۰ کیلومتره یې د ایران په خاوره کې او ۸۵ کیلو متره یې د افغانستان په خاوره غځول کیږي.

د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ درییمه قطعه ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د هرات ولایت د غوریانو، زنده جان، انجیل څخه په تیریدو ددغه ولایت هوايي ډګر سره نښلوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button