د خپل تمرکز ډېرول؛ دا چاره څه ډول ترسره کړو؟

آیا غواړئ په خپلو چارو کې بریالي شئ؟ په دې مقاله کې زده کړئ چې د خپل تمرکز ډېرول یو هنر دی او له کومو لارو چارو کولی شئ خپل ذهن متمرکز او ګټور وساتئ.
موږ ټول غواړو په هغه کار کې چې ترسره کوو یې، بریالي اوسو او د دې تر څنګ هڅه کوو چې په ټول توان او تمرکز یې سرته ورسوو. خو تل داسې لاملونه یا مزاحمت کوونکي غږونه وي چې ستاسو تمرکز ګډوډوي. ځینې خلک د تمرکز زیاتولو لپاره له درملو کار اخلي، خو دا یوه نامناسبه لاره ده؛ ځکه چې د خپل تمرکز ډېرول یو هنر دی چې د تمرین له لارې کسب کېږي. په دې لیکنه کې به موږ پر همدې موضوع بحث وکړو چې څنګه خپل ذهن متمرکز وساتو.

د خپل تمرکز ډېرول، تمرکز څه ته وایي او څه ډول یې زیاتولی شو؟
تمرکز پر یوه موضوع د ذهن راټولولو ته ویل کېږي، چې په هغه کې خواره واره افکار، احساسات، ایډیاګانې او هیجان یو ځای کېږي. د خپل تمرکز ډېرول لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې د کار په وخت کې خپل ذهن راټول او خپله ټوله انرژي پر هغه کار مصرف کړئ چې د ترسره کولو لپاره یې پلان لرئ.
د فکر متمرکز کول کوم غیر معمولي کار نه دی، بلکې دا یو مهارت دی چې عملي تمرین ته اړتیا لري. که چېرې تاسو پر هر کار خپل خیالات راټول کړئ، نو بالاخره دا ستاسو په یو عادت بدلېږي. کله مو چې فکر کړی دی چې د یوه کار په ترسره کولو کې له ځانه ورک کېږئ، نو څومره ښه احساس لرئ؟ دا ځکه چې تاسو په هغه کار کې غوره پایلې ته رسېدلي یاست.

د خپل تمرکز ډېرول، څه ډول خپل تمرکز له لاسه ورکوو؟
تمرکز مو هغه وخت ګډوډېږي چې ستاسو سترګې یا غوږونه داسې څه جذب کړي چې ستاسو ماغزه پر هغه فکر کولو ته اړ باسي. په کالیفرنیا کې د ارواین پوهنتون د یوه استاد د څېړنې له مخې، کله چې تاسو یو ځل خپل تمرکز له لاسه ورکړئ، نو اوسطاً ۲۵ دقیقو وخت ته اړتیا لرئ چې بېرته پر خپل کار پخوانی تمرکز ترلاسه کړئ. له همدې امله د خپل تمرکز ډېرول لپاره اړینه ده چې د کار په چاپیریال کې ویښ او متوجه اوسئ.
د تمرکز د ګډوډېدو اصلي لاملونه
تمرکز بایلل ډېر لاملونه لري، خو زموږ په عصري ژوند کې لاندې شیان تر ټولو ډېر مزاحمت کوي:
مبایل او ټولنیزې رسنۍ: د نوټیفیکیشن هر غږ ستاسو ذهن له کاره باسي.

ملګري او همکاران: بې وخته خبرې او غږونه.
غیر منظم چاپیریال: د ذهن ګډوډي ډېر کله له شاوخوا ګډوډۍ پیلېږي.
که غواړئ په ژوند کې لويې موخې ترلاسه کړئ، نو د خپل تمرکز ډېرول په خپل لومړیتوب کې راولئ. ځان مجبور کړئ چې د کار پر مهال یوازې پر هدف تمرکز وکړئ تر څو مو کار ښه پایله ولري او له ذهني پلوه د رضایت احساس وکړئ.



