کورني خبرونه

د درنې واورې ورېدو او یخې څپې له امله د ۱۱۵۰۰ څارويو مړینه

په بلخ او پنجشیر ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو او یخې څپې له امله ۱۱۵۰۰ څاروي له منځه تللي دي

هاخوا ځینې رسنۍ خبر ورکوي چې یاد شمېر له دې زیات دی. د درنې واروې او اورښتونو له امله په هغو ولایتونو کې مالداران ډېر زیانمن کړي چې زیاته واوره په کې کېږي او هوا په کې ډېره سړه شوې ده.

خو تازه د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ، چې په بلخ ولايت کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله ١١٤١٨ کورني څاروي مړه شوي دي.

snow1
د درنې واورې ورېدو او یخې څپې له امله د ۱۱۵۰۰ څارويو مړینه

څارویو د ژغورنې لپاره د طالبانو هڅې

بل‌خوا دوه ورځې وړاندې د ریاست الوزا تر مشرۍ لاندې یوې کمېټې ته دنده سپارل شوي وه چې هغو سیمو ته د څارویو لپاره ګیا ورسوي چې د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، خو خلک بیا وايي چې د څارویو د خوړو رسول ناممکن دي، ځکه لارې د واورو له امله تړل شوي دي.

نور ولولئ:  دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

نور ولولئ: طالبان: افغانستان کې درنې واورې ۹کسان مړه کړي

باختر اژانس د راپور له مخې؛ دغه څاروي په تېرو څو ورځو کې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې مړه شوي دي.

دغې رسنۍ د يکشنبې په ورځ (د کب ١٣مه) خبر ورکړی، چې د لارو د پاکولو په موخه يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې بندو خلکو ته د څارويو خوراکي توکو رسول پيل کړي دي.

snow
د درنې واورې ورېدو او یخې څپې له امله د ۱۱۵۰۰ څارويو مړینه

هغه سیمې چې څاروي په کې له منځه تللي

بل خوا د پنجشېر ولايت د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شاتل، راغه او حصه اول ولسواليو کې د سختو واورو او سړې هوا له امله سل څاروي مړه شوي او لس کورونه ويجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي ټلویزیون په سرپل ولایت کې په واورو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره د عملیاتو د دوام اعلان وکړ.

تر دې مخکې د افغانستان د فواید عامې وزارت اعلان کړی و، چې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې د خبر له مخې که چېرته په افغانستان کې اوسنۍ سړه څپه دوام وکړي، کېدای شي چې خلکو ته نور مالي او ځاني زیانونه هم واړوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button