سیمه ییز خبرونه

د دیره اسماعیل خان بریدګر صفت الله مخکې له برید افغانستان ته سفر کړی و

نیوز انټرنیشنل ورځپاڼه وايي چې یاد بریدګر په ډیره اسماعیل خان کې تر برید کولو مخکې افغانستان ته هم سفر کړی و

یادې ورځپاڼې د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ته منسوب یو سند خپور کړی او لیکلي یې دي، چې په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز په برید کې وژل شوی ځانمرګی تېر کال د تورخم له لارې افغانستان ته تللی و او په پټه بېرته پاکستان ته راغلی و.

نیوز انټرنشنل ورځپاڼه وايي، د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې د دېره اسماعیل خان اصلي بریدګر صفت الله د پاکستان د لکی مروت سیمې د سرای نو رنګ کلي اوسېدونکی و، چې د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرې لیندۍ میاشتې په ۲۱ نېټه تللی و.

صفت الله پاکستان ته د ستنېدو قانوني سند نه لري

دغه هېواد چارواکي وايي؛ پاکستان ته د هغه د قانوني راستنېدو هېڅ سند نه شته او داسې ښکاري چې صفت الله په پټه بېرته پاکستان ته راغلی و.

رسنیو راپور ورکړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست نوموړی د هغه موټر د سیریل نمبر او د هغه سیم کارتونو له لارې وپېژاند چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستان په څو ځایونو کې کارولي وو.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

نور ولولئ: اسلام اباد: په ډیره اسماعیل خان کې وروستی ځانمرګی بریدګر افغان و

د لیندۍ په ۲۱ مه د خېبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د شپږو ځانمرګو بریدګرو یوې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ.

د پاکستان پوځ ویلي؛ بریدګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي ځواکونو د اډې ودانۍ سره چاودولی، چې لږترلږه ۲۳ پوځیان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د یاد برید پړه چا پر غاړه واخیسته؟ خو برید کوونکې یې افغانان وو

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د لیندۍ په ۳۰ مه اعلان وکړ، چې دوه ځانمرګي برید کوونکي افغانان وو.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د شپږو افغانانو په ګډون ۹ تنه د دغه برید د «اسانتیا» په تور نیول شوي دي.

په دې ځانمرګو کې یو هم حسن افغاني چې په شاکر مشهور و، په دېره اسماعیل خان کې له ځانمرګي برید مخکې یو ویډیويي پیغام خپور کړ.

دغې ادارې دا هم ویلي، چې په برید کې د وژل شوي بل ځانمرګي بریدګر چې صفت الله مروت نومېږي، د هویت کارت او د اوسېدو ځای دا ثابتوي چې بریدګر “د یوه ګاونډي هېواد سره تعلق لري”.

پاکستان کې وروستي حالت امنیتي حالت ترینګلی ښودل شوی او د پاکستان پر پوځ هره ورځ بریدونه کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button