لوبې خبرونه

د راشد خان ستر ارمان څه دی؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د خپل یو تازه ارمان څرګندونه کړې ده، خو که د افغانستان حالاتو ته په دقیق نظر وګورو، نو داسې نه ښکاره کېږي، چې د هغه دا ارمان دې ژر یا د هغه په کیریر کې پوره شي.

راشد خان په خپله یوه وروستۍ مرکه کې دا ارمان ښکاره کړ، چې د هغه ارمان دی چې د خپل کرکټ کیریر کې په افغانستان کې یوه نړیواله لوبه ترسره کړي. خو د افغانستان حالاتو ته په کتلو سره په اوس حالت کې داسې هېڅ ممکنه نه ده، خو دا ارمان یوازې د راشد خان نه دی، بلکې دا ارمان د هر یو افغان دی، هر افغان دا ارمان لري چې په افغانستان کې د کرکټ نړیوالې سیالۍ ترسره شي او د نړۍ مشهور لوبغاړي په خپل هېواد کې په خپلو لوبغالو کې وویني.

  نور یی ولوله | وواټساپ د ټولو غوره اپلیکیشن دی

خو په اوس حالت کې د افغانستان حالت داسې دی، چې راشد خان په خپله هم افغانستان ته راتګ ته زړه نه ښه کوي، نوموړی د شپږیزې کرکټ لیګ تېر پړاو ته هم کابل ته رانغی، په داسې حال کې چې کرکټ بورډ ویلي و، چې راشد خان به د شپږیزې په نیمايي کې کابل ته راشي.

د یادونې وړ ده، چې څو کاله مخکې راشد خان د واده د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و، چې تر څو پورې یې د افغانستان لپاره اسیا جام یا نړیوال جام نه وي ګټلی، نو تر هغې پورې هغه کوژده یا واده هم نه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button