لوبېلوبې خبرونه

د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان د هند د کرکټ په مشهور تجارتي لیګ (آی پي‌ال) کې هیټریک وکړ

هیټریک د کرکټ په اصطلاح کې په دریو پرله پسې توپونو د دریو لوبغاړو سوځولو یا اوټ کولو ته وايي. راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندي په اساس، د ۲۰ اورونو په نړیوالو لوبو کې لومړی ځای لري.

راشد خان له څو کلونو راهېسې په دغه لیګ کې لوبېږي خو دا یې لومړی ځل و چې هیټریک یې وکړ. دغه افغان لوبغاړی د ګجرات ټایټنز په لوبډلې کې لوبېږي او نن د خپلې لوبډلې کپتان هم و.

نوموړي د کلکتې نایټ رایډرز په خلاف لوبې کې دا کارنامه وکړه. د کلکتې په لوبډلې کې بل افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز هم لوبېږي، خو نن یې یوازې ۱۵منډې وکړې او وسوځېده.

راشد خان د خپل څلورم او وروستي اور په دریو توپونو درې کسان اوټ کړل. دغه درې کسان انډري رسل، سونیل نرين او شرډل ټکور و.

په راشد خان باندې په ټولو څلورو اورونو کې ۲۶ منډې وشوې. راشد خان تر دې دمه د آی پي ال د ۲۰۲۳ کال په روانو سیالیو کې په دریو لوبو کې اته کسان سوځولي دي او د غوره توپ اچونکو په لېست کې ځای لري.

راشد خان نور نړيوال ريکارډونه هم لري

راشد خان د شل اوريزو نړيوالو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري. د دې تر څنګ راشد خان د شل اوریز کرکټ دويم لوبغاړی دی چې ډېرې ويکټې لري.

راشد خان په شل اوریز کرکټ کې په کمو لوبو کې د سلو ویکټو اخيستلو نړيوال ريکارډ هم لري.

همدارنګه راشد خان د کرکټ نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په ۱۰۰ توپونو پرې هيڅ بونډرۍ (شپږیزه او څلوريزه) نه وه راغلې.

راشد خان په سږني آی پي اېل سياليو کې د ګجرات ټايټنس لوبډلې په ګټه لوبيږي چې د ۱۲ کروړو هندي کلدارو په بدل کې يې ورسره قراداد کړی دی.

نور ولولئ: راشید خپل ټیم ته بریا ور په برخه کړه

راشد خان د خپلې لوبډلې په وروستۍ لوبه کې د هارډک پانډيا پر ځای د لوبې لوبډلمشري هم وکړه. د يادونې وړ ده چې تېره لوبه د نړۍ په تر ټولو لوی (نريندرا مودي) نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه چې ګڼشمېر ليدونکي ورته راغلي و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button