هنر او ادب

د راکول پریت سنګهـ او جکي بګناني د مینې څو رازونه

د راکول پریت سینګهـ او جکي بنګناني د مینې په اړه ځینو ناویلې خبرې رسنیو ته درز وکړ

دغه دواړ مشهورې څېرې د بالیووډ سینما او د هنر د ډګر فلمي ستوري دي. دوی دواړو پخوا یوازې په فلمونو او ډرامو کې خپل رول ادا کاوه. د راکول او بنګناني تر منځ د مینې کومه خبره نه وه راپورته شوې، خو د وخت په تېرېدو دغو دواړو فلمي ستورو له یوه او بل سره مینې پټ تار غځولی و چې په دې وروستیو کې یې بیا رسنیو ته لار پیدا کړه او د دوی تر منځ د مینې دغه خوږ داستان د خلکو خولو ته ولوېده.

زه تر ډېر وخت پورې تنها وم

کله چې د راکول او بنګناني د مینې خبر او د دوی دواړو تر منځ د ملګرتیا راز رسنیو ته لار وکړه، نو راکول وویل چې زه ډېر وخت یوازې وم او د خپلې مینې لپاره مې داسې څوک نشو پیدا کولی چې قدر یې وکړي. بل په فلمي صنعت کې دا یو معمول دی چې خامخا د اداکارانو تر منځ د مینې تار غځېږي او زړونه یې سره نږدې کېږي. زه هم له خپلې محبوبې سره مینه لرم او هغه (بنګناني) هم راسره مینه کوي.

نور ولولئ: هغه فلمونه چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې نندارې ته ښودل کېږي

نور ولولئ: د هندۍ فلمي ستورې جیاخان ځانوژنې ته پر هڅولو تورن کس لس کاله وروسته بې ‌ګناه بلل شوی

نور ولولئ: مادهوري ۳۸ کاله د هند فلمي صنعت کې فعاله ده

راکول وویل چې زموږ تر منځ مینه د احساساتو او جذباتو یو اور دی. که څوک دغه اور باندې اوبه اچوي او وژني یې، نو دا به ناممکنه وي.

rakul1
انځور؛ راکول او بنګناني

هغه زیاتوي، ما خپل ژوند له خپل یار سره تړلی او دغه د مینې نه شلېدونکې اړیکه به تر اخره ورسره پایم.

د مینې په اړه د جکي بنګناني اعتراف

د راکول دغه مینه بیا وايي چې موږ ډېری وخت د کار په اړه بحث نه کوو. موږ همېشه د خپل ژوند، فټنیس، خوړو، لباس، ښکلا او نور هغه څه چې زموږ په ژوند پورې اړه لري، بحث کوو. زموږ ژوند ډېر له خوښیو ډک دی او زه هم د راکول سره له حده زیاته مینه لرم.

بنګناني وايي، دا زموږ د ژوند خوږه شیبه ده. دا موږ ته مهمه ده چې په همدې شیبه کې ژوند وکړو. موږ ته دا مهمه نه ده چې زموږ په اړه خلک څه وايي، ځکه خلک هر ډول خبرې کوي او دا ددوی حق دی.

خو د دوی مینه وال بیا وايي چې له دغه جوړې څخه په هنري او نورو فلمونو کې داسې څه غواړو تر څو د دوی د مینې ژوند او دغه د ژوند ښکلا نوي نسل ته هم انتقال کړي، ځکه دوی د سینما هنر ستوري دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button