د روغتیا وزارت:۱۰ میلیونه افغانان په کرونا اخته دي

ځړول شوی:اگست 6, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

د روغتیا وزارت:۱۰ میلیونه افغانان په کرونا اخته دي د هېواد د عامې روغتیا وزارت پرون د یوې خبرې ناستې پر مهال روښانه کړه ، چې شاوخوا ١٠ میلیونه افغانان په کويډ۱۹ یا کرونا ناروغۍ اخته شوي، او لا هم امکان لري چې نور هم په دغې ناروغۍ اخته شي،

د عامې روغتیا سرپرست جواد عثماني ویلي ، د افغانستان ١٠ میلیونه خلک چې د غه هېواد ١,٥ سلنه نفوس جوړوي د کرونا وبا له امله ځپل شوي، دا په داسې حال کې ده چې کرونا وبا لا هم د نړۍ لمن نه ده خوشې کړې او نه په بشپړه توګه د کرونا وبا مهار شوې ده، اوس مهال هم په ټوله نړۍ کې میلیونونه وګړي پر دې ویروس ککړ دي او زرګونه ترې مړ شوي دي.بازې د اي یو مملکتونه، امریکا او په اسیایي هېوادونو کې د هندوستان وګړي دې ناروغۍ ډېر وځپل او لا یې هم د مثبتو پېښو شمېر په لوړېدو دی.

بل خوا بیا طمونږ مملکت کې د اوایلو په پرتله د دې ناروغۍ شدت کم شوی او خپرېدنه یې تر ډېره مهار شوې ده.دهېواد په ګرمو سیمو کې د کرونا ویروس کم شوۍ دۍ ، په ځانګړې توګه په ختیځ او د ختیځ زون په ننګرهار ولایت کې چې هوا یې د افغانستان د نورو سیمو په توپير کمه ده د هوا په ګرمېدو سره په داسې سیمو کې د کرونا ویروس چټکتیا کمه شوې او د مثبتو پېښو شمېر په کې ډېر کم دۍ،

که مونږ اګورو بل خوا بیا د هرو ٢٤ ساعتونو په تېرېدو په افغانستان کې له سلو پورته یا ښکته مثبتې پېښې راجستر شوي او له دې ناروغۍ د مړینې کچه ډېره کمه شوې ده، بازې علمي څېړنو هم په اثبات رسولې چې د هوا په ګرمېدو سره د کرونا ویروس شدت کميږي.

دغې علمي څېړنه کې ویل شوي وو، چې د دوبي د موسم د لمر تودوخه د کرونا ویروس په ٣٤ دقیقو کې له منځه وړي.په ورته مهال دې ویروس افغانستان نه یوازې له روغتیایي اړخه وځپلو بلکې د افغانستان اقتصاد یې هم مخ پر شاه راووړ.

د ملګرو ملتونود پراختیا پروګرام تیره هفته راپور ورکړی وو، چې دې ویروس د افغانستان ١٣ سلنه کورنۍ بې وزلۍ سره مخ کړې.دغه ادارې همداراز ویلي وو، چې دې ناروغۍ د افغانستان اقتصادي وده ٩ سلنه را ښکته کړه او له امله یې په هېواد دننه غیر خالص تولیدات هم کم شوي دي.

اږس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید د کرونا ویروس سره په ګډه مبارزه وکړو او هرر شیبه ېې تعقیب کړو ترڅو افغانستان کې د مثبتو پېښو تعداد کم شي او افغانستان کرونا فري شي ځکه زمونږ هېواد یو غریب هېواد دۍ باید دولت ېې د کرونا ویروس سره مبارزې په برخه کې کافي بودیجه نه لري نو ټولو خواو ته د کرونا سره جدي مبارزه پکار ده او په لګ مصرف باندې باید ډېر کار وشي او کرونا ژر تر ژره له دې وطنه ختمه شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *