د افغانستان روغتیا وزارت مني چې د دغه وزارت درې مرستیالان یا معینان له دندو ګوښه کړل شوي دي. لا هم د دې کسانو د لرې کولو دلیل نه دی ډاګیز شوی. د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د روغتیايي خدمتونو مرستیال فدا محمد پیکان، مالي او او اداري مرستیاله ماموسۍ زیور، د پلان مرستیاله ډېوه صمد له دندو لرې شوي دي >.
وحید مجروح، بشیر نورمل او شفیق شهیم د دې وزارت نوي مرستیالان ټاکل شوي دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ وویل، دې برخه کې یې کلک تدبیرونه نیولي دي
ښاغلي غني تلوېزوني وینا کې زیاته کړه، له کورونا سره د مبارزې لپاره له پنجشنبې په ټول افغانستان کې د تجرید یا ګوښه توب مرکزونه جوړوي. نوموړي د روغتیا برخې کارمنان وستایل او ټینګار یې وکړ چې د دې کارکوونکو د تنخا زیاتولو او خوندیتوب لپاره نوی چلنلار تیار شوی او ډېر ژر به اعلان شي.
ښاغلي غني زیاته کړه، د لا ډېرې نړیوالې مالي مرستې د خپلولو لپاره له پنجشنبې له نړیوالو ادارو سره خبرې پیلوي. افغانستان کې د کورونا وېروس له امله تراوسه ۲۹ کسان مړه شوي دي. روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ ته ورسېد.
بازې نا تاید شوي سرچینې وايي یاد معینان په دې وجه له دندو ګواښه شول چې د کرونا سره په مبارزه کې بې کفایتي خودلې ده او دویی ونشو کولۍ چې د کرونا ویروس سره په سمه توکه مبارزه وکړي او د کرونا مخنيوي لپاره خدمات سم وړاندې کړي.
دا هم د یادولو ده چې د د افغانستان هرات ولایت کې سل بیستریز ه شفاخانه جوړه شوې ده دغه سفاخانه صرف په ۱۰ ورخو کې جوړه شوۍ او د مریضانو استېفادې لپاره تسلیم شوۍ. کرونا ناروغي د هرات په شمول یو شمېر ولایتونو کې خپره شوې ده او ورځ تر بله نوزه هم زیاتیږي تر اړسه پورې په نړۍ کې له ۲۰ لکو زیات وګړي په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او ډ ۱ لکو نه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ. دغه ناروغي زیات شمېر کسان د امریکا هېواد نه دي