کورني خبرونه

د زلزلې د ټپيانو د درملنې لپاره خوست کې د یوه سیار روغتون جوړېدل

متحده عربي امارات غواړي په دغه ولایت کې یو ګرځنده روغتون جوړ کړي

په خوست ولایت کې چارواکي وايي چې متحده عربي امارات غواړي په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د ټپيانو د درملنې لپاره په دغه ولایت کې یو سیار روغتون جوړ کړي.

د خوست د هوايي ډګر رییس بهرام موسی په دې هکله وویل:«د یوه کلینیک په هکله خبرې شوې دي. کار یې پیل شوی دی او ان شاالله ډېر ژر به یو کلینیک جوړ شي.ورته مهال اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس وايي چې زیانمنو ته د اماراتو د مرستو د برابرولو لپاره د اماراتو او خوست ولایت ترمنځ هوايي دهیلز رامنځته شوی دی.

نور یی ولوله | ستانکزی: د سیمې او ګاونډیو هېوادونو همکاري د افغانستان د ټيکاو لپاره مهم ده

نور یی ولوله | د افغانستان د ځينو مخکینیو چارواکو له شتمنیو د پردې پورته کول

 

متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل وايي:«له دې وروسته چې په ولایتونو کې زلزله وشوه، متحده عربي اماراتو پرېکړه وکړه چې باید بیړنۍ مرستې ورسېږي او هغوی د خوست او اماراتو ترمنځ یو پل «برج – هوايي خط سیر» جوړ کړ چې د ورځې الوتنې کېږي.»

موږ له ټولو هېوادونو غواړو، چې د متحده عربي اماراتو په څېر له موږ سره مرسته وکړي

د خوست ولایت ځينې اوسېدونکي له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دوی سره مرستې وکړي. د خوست اوسېدونکي شامر حقیار وویل:«موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د متحده عربي اماراتو په څېر له موږ سره مرستې وکړي.» تراوسه د متحده عربي اماراتو، ایران، قطر، پاکستان، او ځينو نورو هېوادونو خپلې مرستې د خوست ولایت اوسېدونکو ته رسولې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button