کورني خبرونه

د زندانونو مسئول: د طالبانو په زندانونو کې بندیان نه ربړول کېږي

د طالبانو د زندانونو مسئول وايي، زندانیان اوس په زندانونو کې زده کړې کوي او پخوا يې جنازې وتلې

د زندانونو په چارو کې د طالبانو د سمون ادارې پوځي مرستیال وایي: «په زندانونو کې اوس زندانیان زده کړې کوي، په داسې حال کې چې مخکې له زندانونو جنازې وتلې.» حبیب الله بدر کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دغه اداره د هېواد ټول زندانونه څاري او هېڅ زندان کې شکنجه نه شته.

دغه طالب چارواکي د چا نوم وانخېست، خو وایي یو شمېر مغرضې کړۍ راپورونه خپروي، چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان ربړول کېږي.

په زندانونو کې د شکنجې راپورونه

بدر وایي، هېڅوک دا نه شي ثابتولی چې د هېواد په زندانونو کې شکنجې روانې دي، ځکه اوسمهال په ټولو زندانونو کې زندانیانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي.

نوموړی وایي: «تاسې په رسنیو کې ګورئ چې زندانیان قاري صاحبان فارغېږي، په زندانونو کې ښوونځي او کورسونه دي او حرفوي زده کړې ورکول کېږي.»

په زندانونو کې د طالبانو د چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال حبیب الله بدر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د یادې ډلې له بندخونو د لسګونو فعالانو، خبریالانو او د تېر نظام د سرتېرو د شکنجو او ځورولو راپورونه خپرېږي.

نور ولولئ: تازه؛ طالبانو درې خبریالان زندان ته اچولي دي

نور ولولئ: منظور پښتین: طالبان د پي ټي ایم په فیسبوکي ملاتړ هم افغانان زنداني کوي

د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده وویل، چې د دې ډلې په زندانونو کې یې د بندیانو د وژل کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي.

په زندانونو کې د بندیانو وژنه

نوموړي دا هم ویلي و، چې داسې خبرونه یې ترلاسه کړي چې په یوه زندان کې بندیان وژل شوي او د زندان مسوول اعتراف کړی و، چې ملګرو یې بنديان وژلي دي.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې ۸۷ تنه د شکنجو له امله وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې دغه کسان د برېښنا په شاک، زندۍ کولو، په اوبو کې ډوبولو او د تناسلي غړو د شکنجې له امله وژل شوي دي. ډېری بندیان پخواني سرتېري، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو ضد فعالان ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه رپوټ په ډاګه کړه چې د دریو شمالي ولایتونو په بندخونو کې له ۹۰ تنه ښځو څخه ۱۶ هغه یې د طالبانو له جنسي تیري وروسته امېندواره شوې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button