ځایی

تازه؛ طالبانو درې خبریالان زندان ته اچولي دي

سرچینې وايي، دغه خبریالان د ساز او له ښځو سره د ټیلیفوني اړیکو په تور نیول شوي دي

طالبانو له دې وړاندې هم د نن ایف ایم په نوم راډیو باندې یرغل ور وړی و او د هغه دفتري وسایل او نور تخنیکي توکي مات کړي وو.

د طالبانو سرچینې وايي دا خبریالان په خپرونو کې د ساز غږولو او له ښځو سره د ټلیفوني اړیکو له امله د امر بالمعروف په امر په امنیه قومندانۍ کې بندیان دي.

په خوست کې ځايي سرچېنو وايي، د امربامعروف ریاست په امر د اقرا، ناز، او ولس غږ اف ام راډیوګانو دغه خبریالان احسان الله تسل، مشال هاشمي او واحد بندیان شوي دي.

د امر بالمعروف ریاست له لوري لومړی د خبریالانو غوښتل کېدل

د سرچینو په خبره، طالبانو دغو خبریالانو د اختر شپو ورځو کې په راډیوګانو کې ساز لرونکی پیګراونډ خپور کړی او تفریحي خپرونو کې یې له اناثو سره اړیکې نیولې دې.

د طالبانو سرچینې په خوست کې مني چې دغه خبریالان لومړی امر باالمعروف ریاست ته غوښتل شوي و او د دوی په غوښتنه امنیه قومندانۍ کې زنداني شوي دي.

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

نور ولولئ: خوستي اعتراض کوونکي: طالبانو د ازموینې له نوماندانو پیسې غلا کړي

دوی زیاتوي دا خبریالان به په راتلونکو ورځو کې د اسلامي امارت د قوانینو د نه تطبیق په جرم محکمې ته هم معرفي شي.

تر اوسه د خبریالانو دفاع ټولنو ددغو خبریالانو د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څه موده وړاندې د خوست امنیه قومندانۍ په یو رسمي مکتوب کې لیکلي و، چې په خوست کې رسنیو ته د ښځو او نجونو له لوري ټیلیفوني اړيکه منع ده.

پر اخلاقي فساد د یادو راډیوګانو تورنول

د طالبانو په رسمي مکتوب کې چې د کب په پنځمه لاسلیک شوی، په خوست کې یو شمېر خصوصي راډیوګانې «اخلاقي فساد» ته په هڅولو تورنې کړې وې.

په دغه مکتوب کې ویل شوي و،چې ځينې ښځې او نجونې د ټولنيزو پروګرامونو او يا د ښوونځيو د ښوونیز نصاب د خپرونو پر مهال راډيوګانو ته زنګونه کوي او دا يې د «نا مشروع اړیکو» او د «اخلاقي فساد» د هڅولو يوه بېلګه بولي.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې سیمه ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه د پوهنې ریاست اجازې پرته د ښوونځیو د نصاب د خپرولو اجازه نه لري.

افغانستان پښتو انټرنېشنل وايي، په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه حکم سرغړونه وشي، د رسنیو مسوولان به احضار او محاکمه شي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ملي راډيو او تلويزيون سربېره ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.

طالبانو له دې وړاندې هم په خوست ولایت کې خبریالان وهلي، ټکولي او زندان ته اچولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button