Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

اقتصاد او سوداګري

د سمنټو د پنځو سترو فابریکو جوړېدو خبر

طالب چارواکو ويلي چې ډېر ژر به په هېواد کې د سمنټو پنځه لويې فابریکې فعالې شي

د نوموړي په خبره، د یادو فابریکو په فعالېدو سره به افغانستان د سمنټو له پلوه پر خپل ځان بسیا او ورسره به بهر ته د هغو سلګونو ميليونو ډالرو مخه ونيول شي چې د سمنټو واردولو لپاره له هېواده وځي.

«که دا پنځه فابریکې جوړې شي او هر یو یې شل میلیونه بورۍ سمنټ تولید کړي نو افغانستان به د سمنټو په برخه کې پر ځان بسیا شي او هغه پیسې چې زموږ له هېواده د سمنټو په خاطر وځي، مخه به یې ونیول شي.»

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

دا چې اوس مهال موږ په هېواد کې د سمنټو څو فعالې فابرېکې لرو، په دې اړه د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، دمګړۍ په هېواد کې د سمنټو دوه پروژې لرو چې یوه جبل السراج فابرېکه ده چې روزانه شل ټنه تولید لري او بله د غوري سمنټو فابرېکه ده چې د ورځې شاوخوا اویا ټنه تولید لري.

د پنځه میلیونه ټنه سیمنټو تولید

«د سمنټو په برخه کې پنځه لویې پروژې شته چې موږ په کار اچولي یوه یې د کندهار پروژه ده چې د کال به یو میلیون ټنه تولید ولري او همدارنګه ځیني نورې پروژې هم شته چې راتلونکې کې به یې اعلان ته ورکوو. په مجموع کې پنځه د سمنټو لویې پروژې دې که کارونه یې بشپړ شي، موږ به په کال کې پنځه میلیونه ټنه د سمنټو تولید ولرو چې د سمنټو په برخه کې به پر ځان بسیا شو او صادرات به هم ولرو.» د چارو شنونکي هم د یادو پروژو پلي کېدل د هېواد اقتصادي پیاوړتیا او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرلو کې ګټور بولي او زیاتوي چې که چېرې دا پروژې پلي شي او تولید پیل کړي نو له بهر څخه به د سمنټو واردات کم شي.

د اقتصادي چارو شننونکو نظر

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، اوس مهال په افغانستان کې د سمنټو غوښتنه زیاته ده، خو تولید یې کم دي او د اړتیا پوره کولو لپاره له ګاونډویو هېوادونو څخه څه باندې اتیا فیصده سمنټ واردوو. «که دا فابرېکې په معیاري او اوسني عصر سره سم برابر شي نو دا کولی شي چې هم د هېواد غوښتنه د سمنټو په برخه کې پوره کړي او هم ډېری خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.» د کانونو او پټرولیم وزارت تر دې وړاندې هم یو شمېر افغاني شرکتونو ته د قیمتي ډبرو ځیني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي وو چې ځینې یې په دې داوطلبۍ کې بریالي شوي وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button