د سهراب عظیمي او د هغه همسنګرانو سره ولسمشر غني د خواخوګی او غمشریکی مراتب څرګند کړل

د سهراب عظیمي او د هغه همسنګرانو سره ولسمشر غني د خواخوګی او غمشریکی مراتب څرګند کړل .پرون مازدیګر د سهراب عظیمي او د هغه د یو شمېر همسنګرانو د شهادت په اړه د جمهوررئیس غني د تلیفون له لارې غمشریکي وکړه.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په فاریاب ولایت کې د ځانګړو عملیاتو معاونیت اوپراسیون مدیر ډګروال محمد اکمل امیر سره د ټلیفوني تماس پر مهال د یو شمېر اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهادت په خاطر د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.او دوی ته ېې ډاډ ورکړ چې د شهیدانو غڅ به اخلي تر څو خلکو ته معلومه شي چې دوی پلان سره مخې ته زي.

همدارنګه جمهوررئیس په جلا ټلیفوني تماس کې جنرال محمدظاهر عظیمي ته د نوموړي د ځوی ډګرمن سهراب عظیمي د شهادت له امله، د خپلې ډاډګېرنې او همدردۍ مراتب هم څرګند کړل.دوی ېې د وطن اصلي بچیان وبلل او وی ویل چې مونږ په ستاسو حضور او میړانې باندې ډاډه یو او غواړو په اینده کې تاسو د خپلو هېوادوالو په خاطر خپلې هڅې جاري وساتی.
جمهوررئیس په دغو ټلیفوني مکالمو کې د یادو منسبوبینو د زړورتیا او مېړانې چې د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو د دفاع په لار کې یې ځانونه نذرانه کړل، یادونه وکړه وې ویل، افغان ولس به د دوی اتلولۍ هېڅکله هم هېرې نکړي.د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل، زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه زما بشپړ ملاتړ لري.
جنرال محمدظاهر عظیمي او ډګروال محمد اکمل امیر د جمهوررئیس د همدردۍ او غمشریکۍ مننه وکړه وې ویل، د وطن او د هیواد درې رنګه بیرغ لپاره قرباني، د دې خاورې د زړورو او سرښندونکو بچیانو لپاره ستر ویاړ دی۔ هغهوی وویل چې اینده کې به هم دوی قرباني نه ګریز ونکړی او د وطن دفاه په خاطر به وجنګیږي.