د سوریې پر حلب اسراییلي الوتکو بمبار کړی
د اسراییلي رژیم جنګي الوتکو په سوریه کې د حلب هوایي ډګر تر برید لاندې نیولی
په دې برید کې د هوایي ډګر د الوتنې کرښې ته زیان رسیدلی او د دې ډګر چوپړتیاوې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د سوریې رسمي خبري آژانس (سانا) راپور ورکړی چې نن د شپې په وروستۍ برخه کې په ۲ بجو او ۷ دقیقو (د کب ۱۶مه) د اسراییلو جنګي الوتکو د مدیترانې سمندرګي پر غاړه د لاذقیې په لویدیځ کې د حلب پر نړیوال هوایي ډګر بمبار کړی.
د سوریې یوې نظامي سرچینې نوموړي آژانس ته ویلي چې دې ډګر ته مادي زیانونه اوښتي او دا مهال یې فعالیتونه په ټپه دریدلي.
د سرچینو په وینا چې د سوریې د پوځ هوایي دفاع سیستم هم له اسراییلي توغندیو سره د مقابلې په حال کې دی.
د النیرب نظامي هوایي اډه هم تر برید لاندې راغلې ده
د المیادین شبکې په وینا چي اسراییلي الوتکو د سوریې پر النیرب نظامي هوایي ډګر هم برید کړی دی. خو په دې اړه ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ وړاندې هم اسراییلي الوتکو د سوریې په شمال السویدا ولایت کې د رادار پر یو سیستم بریدونه کړي وو او همدارنګه یې د دمشق په سویل کې پر یوه استوګنځي هم بمبار کړی و چې په پایله کې یې څو کسه مړه او ټپیان وو.
د سوریې او اسراییلو د مخالفت جرړې اسراییل ضد اورپکي دي چې په سوریه کې اوسي
اسراییل وخت ناوخت په سوریه کې خپلې نظامي موخې په نښه کوي چې له امله یې دې هیواد څو ځله د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته شکایتونه هم کړي او د دې بریدونو د دریدو غوښتنه یې کړې ده.
د سوریې او اسراییلو مخالفت د هغو شیعه اسراییل ضد ملیشو له امله دی چې ایران یې ملاتړ کوي او وخت ناوخت اسراییلو ته ګواښ پیښوي چې تر ټولو مشهوره یې په لبنان او سوریه کې د حزب الله شیعه ډله ده.
د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې شیعه حکومت د ایران له کلک ملاتړ څخه برخمن دی چې په ورته وخت کې ایران او اسراییل هم سره ښکر په ښکر دښمنان دي.