نړیوال خبرونه

د سولی تړون به د امریکا او طالبانو ترمنځ دایمي اوربند ته لاره هواره کړي، دامریکا سفارت

کابل کې دا مریکا سفارت آفغانستان ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستی ترسره شوی سفرمهم او ګټور یاد کړی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت څرګند ګړی چی زلمي خلیزاد په دې دوه ورځني سفر کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې په تړاومفصل  بحث او خبرې کړي دي.

د سفارتخانې د بيان ترمخه په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد ټینګار وکړ چې له طالبانو سره دې زر تر زره  د بین الافغاني خبرو اترو لپاره هر اړخیزه مرکچي پلاوی جوړ شي او د مذاکراتو لپاره دې چمتوالی ونیول شي.

د امریکا سفارت ویلي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو له وروستیو هڅو چې د امریکا له لخوا پېل شوې افغان مشران یې خبر کړي دي.

په دې بیان کې هیله ښودل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون به بېن الافغاني خبرو، یو هر اړخیزه دایمي ډزبندۍ او د باثباته سولې رامنځته کیدو ته زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کېارګ په دې وروستیو کې ویلي ؤ افغان حکومت د سولې لپاره بشپړ چمتوالی لري خو که طالبان په ډزبندۍ موافقه وکړي.

افغان چارواکو ویلی دوی له دی وړاندی همه شموله ۱۵کسیزه  مرکچی پلاوی ټاکلی او د پلاوی ټاکلو چاری یی بشپړی کړی دی

د ۲۰۱۸م کال راهیسې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه په بیلابیلو پړاونو کې لس ځله مذاکرات شوي خو د وروستی ځل مذاکرات له دې امله د ځنډېدو راپورونه ترلاسه شوي چې طالبانو له دایمي اوربند سره چې د افغان حکومت او ولس غوښتنه ده رضایت نه دی ښودلی.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ د ، شنبې په ورځ ويلي، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي او ويلي یې دي، “طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږوتر څو با عزته سولی ته لار هواره شی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button