نړیوال خبرونه

د سولې بین الافغاني خبرو کې د ښځو ونډه

د ښځو ولایتي شبکه وايي، د سولې لپاره باید یوه ملي اجماع رامنځته شي او طالبان هم باید ډاډ ورکړي چې د پردې تر شا هېڅ هېواد ته د سولې پروسې د رهبري کولو او پر مخ وړلو اجازه نه ورکوي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سولې پنځلس کسیزه مرکچي پلاوی ټاکل شوی، چې درې یې ښځینه دي، خو د ښځو ولایتي شبکه نیوکه کوي، چې د ښځو ونډه باید پراخه او څرګنده وي.

دغه شبکه د طالب بندیانو خلاصون ملاتړي دي، خو ټینګار کوي، چې جګړې ته د نه ستنېدو په ضمانت باید لومړی هغه بندیان ازاد شي، چې جرمونه یې سپک دي. د سولې بین الافغاني خبرو ته د حکومت مرکچي پلاوي له اعلان وروسته، د ښځو ولایتي شبکه نیوکه کوي چې دغه پلاوي کې د ښځو ونډه کمرنګه او نمایشي ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په وینا په دغه پنځلس کسیزه پلاوي کې درې ښځې دي، خو د ښځو دغه فعالانې وايي، د ښځو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره باید د دوی ونډه پراخه او څرګنده وي.

دغه شبکه روان سیاسي کړکېچ ته په اندېښنې سره وايي، باید ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانی اجراییه مشر عبدالله عبدالله خپلمنځي ستونزې حل او ټول سیاسي اړخونه باید د سولې لپاره یوه ملي اجماع رامنځته کړي. دوی پر طالبانو هم شک لري، چې ښايي دغه ډله د پردې تر شا کوم هېواد ته د سولې پروسې د رهبري کولو او پرمخ بیولو اجازه ورکړي. که څه هم حکومت ظاهرآ د طالب زندانیانو خلاصون د دوی د نوملړ ارزونې له امله ځڼډولی، دغه شبکه وايي، د طالب بندیانو خلاصون ملاتړي دي، خو وايي، جګړې ته د نه ستنېدو په ضمانت باید لومړی هغه بندیان ازاد شي چې جرمونه یې سپک دي.

د ښځو دغه ولایتي شبکه له حکومت او طالبانو دواړو خواوو د تاوتریخوالي ژر کمېدو غوښتنه کوي او وايي، دواړه خواوې باید بین الافغاني خبرو کې پر یوه هر اړخیزه اوربند سلا وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button