نړیوال خبرونه

د سولې خبرو سره سره جګړه هم دوام لري

د سولې خبرو سره سره جګړه هم دوام لري د یو میاشت راهیسې افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې په دې نه دي سره جوړ شوي چې د خبرو لومړی پړاو پيل کړي.خو لا هم جګړه هېواد کې روانه ده.

د دولت او طالبانو د مذاکراتو ډلو ترما بین یوه میاشت دمخه د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړه د پای ته رسیدو په موخه د سولې خبرې پیل شوې ، خو دا خبرې اترې بيخي ورو او له خنډ سره مخ دي.د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې د سپټمبر په ۱۲ مه د قطري په پلازمېنه دوحه کې  پیل شوې او دا دی پوره يوه میاشت ووته خو لا هم دواړه لوري د خبرو په طرزالعمل نه دي سره موافق شوي.

یو طرف د سولي خبرو ورو له خنډ او ځنډ سره مخ دي خو له بله پلوه بيا په افغانستان کې جګړې سخت زور نيولی دی.هره ورځ د افغانستان په څه باندي ۲۹ ولايتو کې جګړه روانه ده.همدا اوس د هلمند په مرکز لشکر ګاه ښار کې درنه جګړه روانه ده.عام ولس له جګړي سخت ستړی او له داوړه لوريو څخه غواړي چې جنګ بس کړي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې روان ناورين، ۴۳ کلنې جګړې، خراب اقتصادي حالت ، بې روزګارۍ او ګڼو نورو ستونزو افغانان سخت ګړولي او له ژوند څخه يې بيرازي کړي.د افغانستان د خلکو تر ټولو ستونزه او انساني ناورين روانه جګړه ده چې هره ورځ په سل ګونو افغانان پکې شهيدان ، معلول، معيوب او زخمي کيږي.

دا هم باید یاد شي چې عام ولس له جګړې سخت ستړی دی د جنګ له ټولو لوريو څخه يې په وار، وار غوښتي چې د خدای لپاره جګړه بس کړی.د هغوی په خبره موږ هم انسانان يو د ژوند کولو حق لرو ، ددې حق لرو چې چې ارامه ، سوکاله ژوند وکړو. ددې حق لرو چې علم ، پوهه او د ژوند نور هنرونه زده کړو.

دوحه: څو ورځي ځنډ وروسته یو ځل بیا د دواړو ټیمونو د تماس ډلو د خپلمنځي مزاکراتو په اړه خبرې کړي

تر دې دمه په افغانانو رحم نه دی کړی بلکي خپل ټول جنګي پلانونه يې په همدې ځای کې پلي کړي دي، له افغانستان څخه د نړۍ جنګ میدان جوړ شوی دی.او هره ورځ پکې لسګونه کسان مري په دې اړه دولت ویلي چې مونږ به دې لپاره جدي اقرامات وکړو. تر څو افغانان په امن او امان کې ژوند وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button