نړیوال خبرونه

د سوډان کورني جنګ کې اسمانڅکي ودانۍ سوزېدلي

د سوډان کورني جنګ کې ددې هېواد د پلازمېنې لوپوړیزو ودانیو اور اخیستی دی

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې ګڼو ودانیو اور اخیستی دی.

یکشنبه پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ‘لوی نیل تېلو شرکت’ په لوړپوړیزې ودانۍ کې هم اور لګېدلی.

نور ولولئ: سعودي عربستان د سوډان جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د خبرو کوربتوب کوي

د دې اسمانڅکې ودانۍ معمار ‘تغرید عبدین’ د اېکس یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي “دا واقعآ دردونکې ده.”

دغه مشهوره مخروطي شکله ۱۸ پوړیزه ودانۍ د نیل سیند پر غاړه پرته ده.

تر اوسه مالومه ده چې په دغه اسانڅکي کې اور څنګه لګېدلی او همدا راز تر دې دمه د اوښتې مرګژوبلې راپور هم نه دی ورکړ شوی.

سوډان کې د کورنۍ جګړې پیل

د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشې مشرانو ترمنځ د روان کال اپرېل کې اختلافات رابرسېره او جګړه پیل شوه.

له هماغه راهیسې په خرطوم او نورو ښارونو کې هوايي بریدونه او ځمکنۍ جګړه روانه ده.

په دې جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۷۵۰۰ کسان وژل شوي او پنځه میلیونه نور بې ځایه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي له دوی تر یو میلیون ډېر کسان اړ شوي چې له سوډانه وتښتي.

نور ولولئ: ملګرو ملتونه: سوډان کې د پراخې کورنۍ جګړې امکان ډېر دی

سوډان کې د روانې جګړې څارونکې ډلې ویلي، چې د چټک ملاتړ ځواکونو شنبه د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونه کړي.‌په دوی کې د عدلیې وزارت اړوند دفتري ودانۍ هم شامله ده.

د رپوټونو له مخې د دغه برید پایله کې په ګڼو دولتي ودانیو کې اور لګېدلی دی.

پر پوځي تاسیساتو د بریدونو دوام

عیني شاهدانو ‘اې‌اېف‌پي’ خبري اژانس ته ویلي چې پر پوځي تاسیساتو بریدونو یکشنبه هم دوام درلود.

هممهاله روغتیايي چارواکو اعلان کړی چې په خرطوم او دارفور سیمو کې مرکزي روغتونونه له فعالیت غورځېدلې دي.

د نوال محمد په نوم یوې ځايي اوسېدونکې چې د جګړې له ځایه شاوخوا ۳ کیلو متره واټن کې اوسي، ویلي چې د چاودنو له زوره یې د کور دروازې او ښیښې ماتې شوې دي.

هغې د شنبې او یکشنبې ورځو نښتې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سختې بللې.

بلخوا د دیموکراسي پلوه وکیلانو ټولنې په وینا په خرطوم کې له جمعې را وروسته په جګړه کې لسګونه ملکیان وژل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button