تجارت خبرونه

د سپین بولدک لار د ټرانزېټ لپاره پرانستل شوه

د سپین بولدک لار د ټرانزېټ لپاره پرانستل شوه د کندهار سرحدي ځواکونو کمیسار ویلي ، د افغان تجارانو د صادراتو، وارداتو او ټرانزېټ لپاره د سپین بولدک سوداګریزه لارخلاصه شوه دوي اوس کولۍ شي چې خپل واردات اوصادرات پاکستان سره وکړي،

ددغه کمیسار شریف الله غرزی وایلي ، پرون دواړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې د صادراتو، وارداتو او ټرانزېټ لپاره سپین بولدک لاره خلاصه کړي ترڅو سوداګر د صادراتو او واردات خپل ډېر اوباسي او هېواد او سوداګرو ته فایده وشي، د دغه کمېسارۍ کمېسار وايي ، له تېرې ورځې را وړاندې پر دې لار له سوداګریزو توکو بار لسګونو موټرونو تګ را تګ کړی او په اوونۍ کې به یوه ورځ د خلکو د پلي تګ را تګ پر مخ پرانستلي وي.

پاکستان روان کال د سپین بولدک سوداګریزې لارې په تړلو سره د کندهار انګور سخت خراب کړل.د بولدک – چمن لارې تړل کېدو له امله په کندهار کې د انګورو حاصلات په باغونو کې پاتې دي.روان کال د کندهار د انګورو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی، خو د تړلو لارو له امله دغه تازه مېوه په باغونو کې د ورستېدو له ګواښ ورته په مخه دۍ،

د تجارانو خوني یا چېمبر آف کامرس چارواکي پاکستان د افغان تازه مېوو لپاره تر ټولو لوی مارکېټ ګڼي او له دولت څخه غواړي ، چې د ډیپلوماټيکو کوششونو په مټ دې د لارې خلاصولو لپاره کوشش وکړي.دتېرو دريو مياشتو راپدېخواد کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د سپين بولدک- چمن لاره د هر ډول صادراتو پر مخ بنده وه ، چې له امله یې باغ لرونکې او د تازه مېوو سوداګر هم زیانمن شويباغ لرونکې وايي، روان کال يې د لارې د بندېدو له امله د انګورو حاصلات د هېڅ کوم هيواد ته نه دي صادر شوي او مارکېټونو ته ورکړل شوي،

باغ والا وايي،نورو کلونو کې به د کال په همدې وخت کې د انګورو د حاصلاتو نیمه برخه له هېواده اسول شوې وه، خو سږ کال کې له پاکستان سره د لارې د بندېدو له امله دغه حاصلات تر اوسه په باغونو کې دي او د ورستېدو له ګواښ سره مخامخ دي، چې په دې پاکستان سږ کال د کندهار انګور ضایع هم کړل.

د کندهار د چیمبر آف کامرس مشر وايي، تړلو لارو له يوې خوا کروند ګر او باغ لرونکي تاواني کړي او له بلي خوا سوداګر هم سوداګري نه شي کولاى، چې له دې سره نه يوازې خصوصي برخې ته زيان اوښتی؛ بلکې د سوداګرو زيان د هېواد پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی.دوى له دولت څخه غوښتنه لري ، چې له پاکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره دې د لارې خلاصولو لپاره مزاکرات وکړي،

د یادونې وړ ده چې د کندهار نه پاکستان ته وچې مېوې رازي او هلته په ښه بیه خرسیږي نو اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت باید افغان تجارنو أپاره هم زمینه برابره کړي چې نور هم اسانۍ سره دوي خپل مال پاکستان ته ولیږي او هلته ورته زمینه برابره شي چې په ښه قیمت ېې خرڅ یا وپلوري نو دولت باید دې ټولو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو هېواد د اقتصادي وده وکړي او په ځان بسیا هم شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button