تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

د سینګار توکو ښځینه سوداګرې څنګه له سل (۱۰۰) میلیاردو ډالرو ډېره شتمني پیدا کړه؟

بتنکورت مایرز د سینګار توکو شرکت خاونده او لومړنۍ ښځه ده چې له ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ډېره شتمني لري

په نړۍ کې د ډېرې سرمایي لرونکې خلک پیدا کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې یوه ښه دې د سینګار توکو سوداګره وي او له سل میلیارده ډالرو ډېره شتمني دې ولري.

د شتمنو خلکو یوې نوې درجه بندۍ له مخې د فرانسې لاوریل سینګار توکو شرکت وارثه فرانسوا بتنکورت مایرز لومړنۍ ښځه ده، چې د شتمنۍ کچه یې ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېده.

لوریل شرکت چې د اغلې مایرز نیکه تاسیس کړی و، په څو لسیزو کې د ونډو بازار کې په خورا چټکۍ سره مخ پر وده دی.

د پنجشنبې پر ورځ د پاریس ونډو بازار کې د لاوریل شرکت د ونډو بیې ریکارډ لوړ کچ ته ورسېدې.

د نړۍ د شتمنو کسانو کې د هغې راتلل

د دې شرکت پلور کچه د کورونا مخنیوي له قرنطین وروسته ځکه بېرته زیاته شوه، چې په قرنطین کې خلکو لږ سینګار توکي کارول. د بلومبرګ مجلې په درجه بندۍ کې د اغلې بتنکورت مایرز شتمني له ۱۰۰ میلیاردو ډالرو اوښتې او له همدې کبله نوموړې د نړۍ خورا شتمنو کسانو په کتار کې ۱۲م ځای لري.

نور ولولئ: هغه پاکستاني لوبغاړي چې ډېرې شتمني لري

نور ولولئ: ایلان ماسک یو ځل بیا د نړۍ ترټولو شتمن کس شو

خو دې سره هم د نوموړې او د دې د یوه بل هېوادوال برنارد ارنایولت تر منځ د ډېرې شتمنۍ له پلوه ډېر واټن دی، ځکه ښاغلی ارنایولت ۱۷۲ میلیارده ډالره شتمني لري او په دې لیست کې دویم ځای لري.

برنارد ارنایولت په نړۍ کې د تجمل توکو تر ټولو ستر شرکت ایل وې ایم ایچ څښتن دی، چې فیندي او لوئس فیوتون په ګډون خورا ګران بیه برانډونه لري.

دا شرکت هغې ته په میراث پاتې دی

بتنکورت مایرز په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې مور لیلیانې بتنکورت له مړینې وروسته د لاوریل شرکت وارثه شوه.۷۰ کلنه بتنکورت مایرز د لاوریل شرکت د بورډ مرستیاله مشره ده. دا او کورنۍ یې د شرکت د ونډو تر ټولو ستر څښتنان دي، چې برخه یې ۳۵ سلنې ته رسېږي. اغلې بتنکورت مایرز په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې مور لیلیانې بتنکورت له مړینې وروسته د لاوریل شرکت وارثه او د کورنۍ د ونډې څښتنه شوه.

په نړۍ کې نور شتمن هم پیدا کېږي چې د ژوند داستانونه یې خورا خوندور دي او هر یو شتمن د خپل ژوند جلا جلا کیسې لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button