په زړه پورېروغتیا

پر روغتیا د موسکا اغېزې؛ موسکا له بدن او ذهن سره څه کوي؟

پر روغتیا د موسکا اغېزې څه دي؟ څېړنې ښيي چې موسکا د رواني فشار په کمولو، د احساساتو په تنظیم او د ټولنیزو اړیکو په ښه کولو کې مرسته کولای شي.

موسکا د خوښۍ او صمیمیت د څرګندولو یوه طبیعي لار ده، خو څېړونکي وايي چې دا ساده حرکت د انسان پر احساساتو او روغتیا هم اغېز لرلای شي.

پر روغتیا د موسکا اغېزې له اوږدې مودې راهیسې د ارواپوهانو د څېړنو موضوع ده. ځینې څېړنې ښيي چې انسان ان له کوم ځانګړي دلیل پرته هم په موسکا کولو سره د خوښۍ لږ احساس ترلاسه کولای شي.

په ارواپوهنه کې دې پدیدې ته د «مخ د غبرګون فرضیه» ویل کېږي. د دې نظریې له مخې، د مخ حالت یوازې د انسان احساسات نه څرګندوي، بلکې د احساساتو په رامنځته کولو کې هم ونډه لرلای شي.

د بېلګې په توګه، کله چې انسان خوشحاله وي، موسکا کوي؛ خو ځینې علمي شواهد ښيي چې موسکا کول هم د خوښۍ د احساس په زیاتولو کې مرسته کولای شي.

brushing teeth 1024x683 1
پر روغتیا د موسکا اغېزې؛ موسکا له بدن او ذهن سره څه کوي؟

پر روغتیا د موسکا اغېزې؛ علمي څېړنې څه وايي؟

د موسکا او احساساتو ترمنځ د اړیکې په اړه د ۱۹۸۰مې لسیزې په ځینو ازموینو کې ګډونوالو پنسل په خوله کې په داسې ډول نیوه چې د مخ عضلو یې د موسکا حالت غوره کاوه.

د دغو لومړنیو ازموینو پایلو د څېړونکو پام ځان ته واړاوه، خو وروسته ټولو ورته څېړنو یو شان پایلې نه درلودې.

په ۲۰۲۲ کال کې د «نېچر هیومن بیهېویر» په علمي مجله کې یوه پراخه څېړنه خپره شوه چې د ۱۹ هېوادونو ۳۸۷۸ کسانو پکې ګډون کړی و.

د څېړنې پایلو وښودله چې په ځینو شرایطو کې په خپله خوښه موسکا کول او د نورو د موسکا تقلید د خوښۍ احساس زیاتولای شي، خو دغه اغېز محدود دی.

په ۲۰۱۲ کال کې یوې بلې څېړنې چې ۱۷۰ کسانو پکې ګډون کړی و، د موسکا او رواني فشار ترمنځ اړیکه وڅېړله.

څېړونکو وموندله چې د فشار زېږوونکو فعالیتونو پر مهال موسکا کوونکو کسانو د ارامېدو په پړاو کې د هغو کسانو په پرتله د زړه ټیټ ضربان درلود چې د مخ عادي حالت یې ساتلی و.

benefits of smiling
پر روغتیا د موسکا اغېزې؛ موسکا له بدن او ذهن سره څه کوي؟

خو دغه موندنې په دې مانا نه دي چې موسکا د زړه د ناروغیو، خپګان یا اضطراب درملنه کولای شي.

پر روغتیا د موسکا اغېزې یوازې له جسمي او رواني حالت سره تړاو نه لري، بلکې موسکا له نورو خلکو سره د اړیکو په جوړولو کې هم مرسته کولای شي.

د موسکا په اړه د بېلابېلو ټولنو او کلتورونو لیدلوري بیا یو شان نه دي.

په امریکايي ټولنه کې پراخه او څرګنده موسکا ډېری وخت د صمیمیت او دوستانه چلند نښه ګڼل کېږي، خو د ختیځې اسیا په ځینو کلتورونو کې ارامې او محدودې موسکا ته لومړیتوب ورکول کېږي.

ایا جبري موسکا رواني فشار زیاتوي؟

که څه هم موسکا ځینې مثبتې اغېزې لري، خو تل د خوښۍ څرګندونه نه کوي. ګڼ کسان د خپلې دندې او ټولنیزو مسوولیتونو له امله اړ وي چې د ستړیا او خپګان پر مهال هم موسکا وکړي.

په ۲۰۲۵ کال کې خپرې شوې یوې علمي ارزونې ښودلې چې په کاري چاپېریال کې د رښتینو احساساتو پټول او د هغو پر خلاف چلند کول له رواني ستړیا، اضطراب او خپګان سره تړاو لري.

د څېړنو له مخې، په دوامداره توګه د احساساتو پټول د کارکوونکو لپاره د اضافي رواني فشار سرچینه ګرځېدلای شي.

blog image
پر روغتیا د موسکا اغېزې؛ موسکا له بدن او ذهن سره څه کوي؟

له همدې امله، موسکا باید پر انسان د فشار راوړلو وسیله ونه ګرځي او له خلکو باید دا تمه ونه شي چې په هر حالت کې خوشحاله ښکاره شي.

موسکا د ورځني ژوند د ښه کولو یوه ساده او مرستندویه لار کېدای شي، خو د رواني ناروغیو د مسلکي درملنې ځای نه شي نیولای.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button