هنر او ادب

د شارخ خان نوي فلم ‘ډنکي’ ته کتنه

د شارخ خان دغه نوی فلم د قاچاقي سفرونو په اړه دی چې په زړه پورې کیسه لري

د هندي سېنما د وتلي فلمي ستوري شاه رخ خان تازه فلم ‘ډنکي’ د ۲۰۲۳ کال د پای په ورځو کې د نړۍ په سېنماګانو کې داسې مهال نندارې ته وړاندې شوی چې دغه کال یې د ‘پټان’ او ‘جوان’ په نوم دوو نورو فلمونو هم ګڼ مینه وال موندلي دي.

‘ډنکي’ هغه تخنیک ته ویل کېږي چې خلک یې په ترڅ کې په قاچاقي یا ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته ور اړوي او څوک چې دغه کار کوي هغوی ته په پنجابي ژبه ‘ډنکر’ ویل کېږي.

د دغه فلم کیسه هم د داسې پنځو ملګرو په اړه ده چې د خپل راتلونکي جوړولو په هیله لندن ته د تګ شوقیان او هلته د مېشتېدو په ارمان دي.

په ‘ډنکي’ فلم کې د شاه رخ خان تر څنګ ځينو نورو هندي فلمي لوبغاړو لکه تاپسي پنو، کوشل، دیا مرزا، بومن ایراني او درمېندر هم خپله هنرنمايي کړې ده.

نور ولولئ: د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟

نور ولولئ: د شارخ خان ۲۳ کلنې لور په ۱۲ کروړه نوی جایداد واخیست

شاه رخ خان دغه فلم ته ډېر هیله‌من برېښي. فلم ته د خلکو د پام راړولو لپاره یې په نړيواله کچه ځينې غونډې وکړې او پر خپله اېکس پاڼه یې د AskSRK یعني “شاه رخ خان وپوښتئ” هشټېک وچلاوه چې د خپلو مینه والو پوښتنو ته ځواب ووايي.

په دې فلم کې پنځه ملګري او د هغوی کیسه

‘ډنکي’ فلم هندي فلم جوړوونکي راج کمار هیراني جوړ کړی چې کیسه یې د هندي پنجاب په یوه کلي کې د ملګرو پر یوې داسې ډلې راڅرخي چې غواړي بريتانیا ته لاړ شي. خو کله چې په قانوني توګه هلته د تلو په خپله لومړۍ هڅه کې ناکام شي نو د ‘ډنکي’ یا ‘ناقانونه’ سفر لار غوره کړي.

په فلم کې شاه رخ خان ‘ٰهارډي’ نومېږي چې یو تقاعد شوی پوځي دی او اوس د دې ډلې لارښود یا “راه‌بلد” دی. هارډي (شاه رخ خان) د دغه فلم له نورو مهمو کرېکټرونو منو (تاپسي پنو)، بالي (انيل ګروور) او بګو (وېکرم کوچر) سره ویني چې هر یو یې لندن ته د تلو لپاره بېلابېل دلایل له ځانه سره لري.

د هارډي مینه هغه چېرته بیایي؟

که څه هم د فلم په سر کې په خپله د هارډي زړه نه وي چې هېواد پرېږدي خو په لاره کې پر منو مین شي او دی هم بريتانیا ته د تګ پرېکړه وکړي.

د قاچاقي سفر کوونکو ملګرو دا ډله د ویزې ترلاسه کولو لپاره له بومن ایراني د انګریزي ژبې زدکړه پيلوي خو په ازموینه کې بریالي نه شي. له همدې سره دوی مجبور شي چې د ‘ډنکي’ ناقانونه او له کړاوونو ډکې لارې ته غاړه کېږدي او د انګلستان په سفر ووځي.

دوی په دغه سفر کې له څو هېوادونو تېرېږي او خپل مقصد ته له رسېدو سره له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي چې په اصل کې د ‘ډنکي’ لارې له تکلیفونو خلک خبروي.

دا په داسې حال کې ده چې شارخ د هندي فلمي صنعت لوی او مخکښ ستوری بلل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button