نړیوال خبرونه

د شمالي کوریا دولت ادعا کوي چې په هیواد کې یې په کورونا ویروس یو کس هم ندۍ اخته شوۍ

د شمالي کوریا دولت ادعا کوي چې په هیواد کې یې “یو فرد نه دی” په کورونا ویروس اخته شوی زیاتیدونکي . دې د دې بریا لپاره د کنټرول سخت تدابیر او د هغې د پولو وتلو سخت کنترول دۍ. خو په سویلي کوریا کې د متحده ایالاتو لوړپوړي قوماندان ویلي چې دا “درواغ” دی او دا یې “ناممکن ادعا” بولي. د شمالي کوریا یوه کارپوه بي بي سي ته وویل چې امکان لري داسې قضیې وې خو احتمال شتون نه لري چې لویه پیښه رامنځته شوې وي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د شمالي کوريا د وبايي ناروغيو د مخنيوي ادارې مسوولين وايي، چې زموږ په هېواد کې د کورونا ويروس باندې اخته هېڅ ناروغ نشته دى، څنګه چې په چين کې دغه ويروس خپور شو او دوى خبر شو، نو سم له لاسه يې خپل سرحدونه وتړل.

د يادې ادارې مشر پاک ميانګ سو په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد ته راغلي ټول مسافر يې په وخت سره کرنټين کړل، هلته يې د دوى ټولو ټيسټونه او معاينه ترسره شوه او هڅه وشوه چې داسې څوک نه وي چې هغه په کورونا ويروس اخته وي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې موږ په وخت سره سم هوايي او سمندري لارې ټولې بندې کړې، تر څو دغه وبايي ناروغي زموږ هېواد ته رانه شي او موږ په خپل دې هدف کې بريالي شو.

د يادولو ده چې په شمالي کوريا ډېر نړيوال بندېزونه لګېدلي دي او هغه له مخکې په داسې يو حالت کې دى، لکه چې ګرځبندېز پکې لګېدلى وي.

د شمالي کوريا دغه هڅې چې په چين کې د ويروس له خپرېدو سره سمې پيل کړې، شمالي کوريا په دې وتوانېده چې د کورونا ويروس مخنيوى وکړي او دغه هېواد ته کورونا ويروس ور نه شي.

که څه هم يو شمېر رسنيو په خپلو راپورونو کې دا دعوه کړې وه، چې د شمالي کوريا يو شمېر پوځيان په کورونا ويروس ککړ دي، خو د شمالي کوريا حکومت دا خبر رد کړ او وې ويل چې د دوى کوم پوځي په کورونا ويروس نه دى اخته.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button