لوبې خبرونه

د شهزاد په دوو سترو جامونو کې اړتیا

شهزاد ټولو ته معلوم دی چې د افغانستان زړور، برید کوونکی او نامتو توپ وهونکی دی.

هغه په اوپننګ کې ډېری وخت غوره کرکټ کړی دی او د افغانستان لپاره یې ډېر ښه اوپننګ نندارې ته وړاندې کړی دی.

خو په راروانو دوو جامونو (اسیا شل اوریز جام او نړیوال شل اوریز جام) کې افغان لوبډله ښه اوپننګ ته اړتیا لري او د دې چارې لپاره شهزاد وړ توپ وهونکی دی.

دا منو چې ځاځی اوپنر دی، دا منو چې عثمان غني اوپنر دی او دا هم منو چې ګربز اوپنر دی، خو د پخوانیو لوبغاړو له ډلې د شهزاد ښه والی دا دی، چې هغه د نړۍ ډېرو بالرانو سره مخ شوی، ډېر بالران یې هم په رسمي او هم یې په سوداګریزو لیګونو کې ټکولي دي.

د اوپننګ زړورتیا ورسره شته، د بنګله دېش، سریلانکا، پاکستان، هندوستان او د اسیایي لوبډلو بالران ټکوي.

په ۲۰۱۶م نړیوال شل اوریز جام کې یې د افریقا کایل اباټ او نور بالران وټکول، لوبډلې ته یې له اوپننګ خورا ښه سټارټ ورکړ او بالاخره د کرېس مورېس په توپ اوټ شو.

شهزاد په دې وروستیو کې د هېټېنګ ترڅنګ تخنیکي توپ وهنه هم کوله، په وېکټ د پاتې کېدلو فکر ورسره پېدا شوی و او دې چارې له ده سره ډېره مرسته وکړه، چې دې د نړۍ په غوره توپ وهونکو کې حساب کړي.

شهزاد محمدي د ۲۰۱۹م تر لومړیو پورې په شل اوریزو لوبو کې د لسو غوره توپ وهونکو په قطار کې و او حتا تر ویرات کولي هم مخکې و.

نسبت شهزاد محمدي ته رحمان الله ګربز، عثمان غني او ځاځی ښایي ښه ونه ځلېږي او د اسټرالیا پیچونه بیا تر اسیایي ویشتن ځایونو تېز دي.

اوسني ځوان لوبغاړي له اسټرالیا پیچونو سره ډېره بلدتیا نه لري او ښایي چې اوپننګ کې د بشپړ غړیتوب لرونکو توپ اچوونکو لخوا ستونزو سره مخ شي.

خو دا لوبغاړي هغه وخت بریالي کېدای شي، کله چې له نړیوال جام وړاندې دوی په اسټرالیا او یا هم نیوزیلېنډ کې تمریناتي لوبې وکړي، چې له کنډېشن او لوبډلو سره اشنا شي.

خو شهزاد محمدي بیا دا وړتیا لري، چې په چټکو ویشتن ځایونو ښه توپ وهنه وکړي او د اوپننګ له برخې افغان لوبډلې ته ښه سټارټ ورکړي.

نوو لوبغاړو ته مشوره

که نوي لوبغاړي په راروان شل اوریز جام کې مثبته لوبېدنه غواړي، باید تخنیکي شاټونه ووهي، لاین کې توپونو باندې د کراس شاټ وهلو هڅه ونه کړي، بلکې په ټایمېنګ سره یې سټرېټ یا مخامخ ولوبوي، خو که لاین توپونه له وېکټو پورته وي، باډي لاین یا شاټ پیچ وي، بیا نو توپ وهونکی کولای شي چې ځان ورته جوړ کړي او د پول شاټ په لوبولو سره په مېډ وېکټ، لانګ ان او یا هم سکوېر لېګ لورو ولوبوي او بونډریانې پرې راولي.

د دې ترڅنګ اپر کټ شاټونه، پنچ شاټ، شفل، لېټ کټ، پېډل او سکوپ شاټونه لوبول هم اړین وي.

یعنې توپ په کتو باید توپ ته همغسې شاټ انتخاب شي او په همغه ډول ولوبول، چې څنګه یې اړتیا وي.

خو دا چاره هغه مهال شونې ده، کله چې توپ وهونکی داسې مهارت سره لوبوته تللی وي.

ځوانو لوبغاړو لپاره ډاډه لوبېدنه؛ په ځان اعتماد؛ له لویو ټیمونو وېره نه کول او ذهني، فکري او فزیکي چمتو والی ډېر مهم دی.

اوس مونږ له شهزاد بل ښه اوپنر نه لرو، که شهزاد په اسیا جام کې وي، نو افغان لوبډله تر یوه ځایه رسولای شي.

له تاسو نظر اخلو، چې د شهزاد لوبول په راروانو دوو جامونو کې مثبت دي که منفي؟

تر هغې چې اسیا جام پېلېږي، باید شهزاد خپل فېټنېس او روغتیا ډاډمنه کړي.

شاوخوا ۸ میاشتې وروسته اسیا جام د پاکستان په کوربتوب ترسره کېږي، چې ترهغه وخته د شهزاد محمدي بندیز پای ته رسېږي او بېرته لوبډلې ته راستنېدای شي.

نړیوال شل اوریز جام کابو ۹ میاشتې وروسته په نومبر کې اسټرالیا کې ترسره کېږي.

که شهزاد په اسیا جام کې ځان ثابت کړي، کولای شي چې نړیوال جام کې ځان ته ځای ډاډمن کړي او هلته هم په ښې کارکرده ګۍ د افغانستان بېرغ له نورو لوبغاړ سره یو ځای ورپوي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button