د شولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د رایجولو هڅه کوو

دکرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د جلال اباد د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د یاد وزارت د کرنې د پراختیابرنامې سنیپ ۲ لخوا ددې ولایت په ۱۱ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ننداریزو قطعو دجوړولو په پار پر ۳۵۰ بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د کرنې وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام سنیپ ۲چارواکي وایي، چې یادې ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار ریپا په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړیږي.
د دوی په خبره دکرنې وزارت له لورې یادو بزګرانو ته ټول تولیدي عوامل په وړیا توګه ورکول کیږي. په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.
د کرنې وزارت ویلي؛ د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د نورو ولایاتو په برتله ننکرهار ولایت کې زیات فصل شوۍ دۍ او سږ کال عام وکړي د دې نه خوشاله دي جلال اباد چې ګرمه علاقع ده نو هلته بازې فصلونه خه کيږي د نورو ولایاتو نه که څه هم د کرونا ویروس له امله د ژوند ډطرې جارې په ټپه ولاړې دي. خو بیا هم جلال اباد کې فصلونه خه شوي دي لکه خورما رومیان او داسې نور فصلونه شامل دي.